اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ كښې د وفاقي كابينې غونډه د زيارت په ورځ په وزيراعظم دفتر كښې وشوه۔ كابينې د بېلا بېلو هېوادونو سره د لوظنامو د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو منظوري وركړې ده۔ غونډه كښې ډنمارك او جمهوريه سلواكيه خارجه وزارتونو سره د دوه اړخيزه سياسي مشاورت سره د تفاهم په يادښت د لاسليك منظوري هم ورك??ې شوې۔ د غسې كابينې د مرتضٰې خان د پي او اېف بورډ د مالي صلاحكار په توګه د غوره كولو منظوري وركړې دغسې د رحمت الله خان په نېپرا كښې د ??لو??ستان ممبر په توګه هم منظوري ورك??ې شوه۔ وفاقي كابينې د نسيم ورك د سپېشل كورټ جج سنټرل فېصل آباد ٬ ډسټركټ اېنډ سې??ن جج ناصر حسېن د بېنكنګ كورټ جج په توګه بهالپور لپاره او دغسې ډسټركټ اېنډ سې??ن جج نويد احمد د بېنكنګ كورټ جج په توګه ګوجرانواله كښې په ځائ كولو منظوري وركړه۔ غونډه كښې د اسياء او بحرالكاهل لپاره د ملګرو ملتونو اكنامك اېنډ سوشل كمېسون (اے پي سي آئي سي ټي) او ن??شن?? سكول آف پبلك پاليسي (اېن اېس پي پي) دغسې سري لنكا انسټي ټيوټ آف ډوېلپمنټ اېډمنسټرېشن (اېس اېل آئي ډي اے) او اېن اېس پي پي ترمېنځه د تفاهم د يادښتونو د لاسليك كولو هم منظور ورك??ې شوه۔ د كابينې په غونډه كښې د ن??شن?? انرجي اېنډ افېشنسي اېنډ كنزروېشن اتهارټۍ (اېن اي اي سي اے) د بورډ آف ډائرېكټرز جوړولو هم منظوري ورك??ې شوه۔ په غونډه كښې د سګرېټ په ډبو د عكسونو د خبرداري په اړه د ن??شن?? هېلت ډويژن لخوا وړاندې ك??ې شوې تجويزونو او سفارشانو هم منظوري ورك??ې شوه۔ په دې موقع وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د كابينې د ريټائر كېدونكي سېكتر نديم حسن آصف د خدماتو ستائنه هم وكړه۔