اسلام آباد23 مارچ (اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضی جاوېد عباسي د پاكستان ورځې په مهال خپلو جلا جلا پېغامونو كښې قام له مباركي وركولو سره وئيلي د 23 مارچ ورځ د نيمې وچې په تاريخ كښې يو ځانګړې مقام لري۔ سپيكر د قام په نامه د مباركۍ خپل پېغام كښې ووئيل 78 كاله وړاندې په ننۍ ورځ د سوئيلي آسيا مسلمانانو د قائد اعظم محمد علي جناح په لارښوونه كښې بېل وطن ت??لا??ه كولو له د هڅو كولو لوظ كړے ؤ او د لاهور قرارداد ئې منظور كړے ؤ كوم ته چې وروستو د قرارداد پاكستان نامه وركړې شوه۔ دې قرارداد مسلمانانو ته نوې لور او سوچ وركړو او د آ??اد?? تحريك نوې جذبه او جوش وموندو۔ ده ووئيل قائداعظم د اسلام د امن او زغم او انسانيت سره د م??نې اصول خپل شعار جوړ كړي وو د كومو چې نه يوازې د هند په مسلمانانو بلكې د نيمې اوچې په نورو اقليتونو هم مثبت اثرات پرېوتې وو او مسلمانانو لپاره د يو جلا وطن غوښتنې په تحريك كښې شامل شوې وو ۔ سپیکر د قائد اعظم قي??دت ته د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د قائد اعظم تدبر لرونكې مشرتابه دا كمال ؤ چې د قرارداد پاكستان د م??ظورۍ څخه وروستو د 7 كالو په لږه موده كښې مسلمانانو د سوليزو هلو ځلو د لارې او سره د هر ډول ستونزو ځان لپاره يو جلا هېواد ت??لا??ه كولو كښې كامياب شول۔ سردار اياز صادق ووئيل نن خپل هېواد سره د وفا د عهد د نوې كولو ورځ ده ٬ ده ووئېل مونږ له د يو قام په حېث خپل مينځې ټول اختلافات يو پلو كول او د هېواد تعمير او پرمختګ لپاره د م??ی اتحاد او د قائد د اتحاد، ایمان او تنظیم اصولو خپلولو لوظ كول دي۔ دوهم سپيكر مرتضٰی جاوېد عباسی ووئيل دې قرارداد د آ??اد?? په تحريك كښې يو نوې روح پوكلې ؤ او مسلمانان ئې د يو عظيم مقصد ت??لا??ه كولو له په يو پلېټ فارم راجمع كړې وو۔ دواړو لارښودو باور وركړو چې پارلمان او موجوده حكومت د هېواد د كلتور ٬ كلتوري ورثې او اقدارو ساتنې له لوظي دے۔ دوي ووئيل د قرارداد په رڼا كښې به د هېواد معاشي او سماجي بدلون له هڅې جاري ساتلې شي