مانسهره 06 مئي (اے پي پي) د مسلم ليګ ﴿ن﴾ قائد پخواني وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د هېواد نه مو د ترهګرې او لوډ??ېن??نګ خاتمه كړې٬ په راتلونكو ټولټاكنو كښې به د اولس په طاقت سره عمران او زرداري ته ماتې وركوو٬ سازشونه كوونكي به ناكام او نامراد وي۔ د عمران په قسمت كښې يوازې دهرنې دي٬ مانسهره او هزاره ډېره زر د نړيوالې منډئې مركز جوړېدونكې دے۔ ده دا خبرې د اتوار په ورځ په مانسهره كښې اولسي غونډې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ غونډې ته د قومي اسمبلۍ دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي٬ وفاقي وزير سردار محمد يوسف٬ مريم نواز٬ د قومي اسمبلۍ غړي كېپټن ﴿ر﴾ محمد صفدر٬ بابر نواز خان٬ د صوبائي اسمبلې غړ?? سردار محمد ظهور او ميا ضيا الرحمان هم وېنا وكړه۔ محمد نواز شريف ووئ??ل چې په كال 2013م كښې په هېواد كښې ترهګري وه٬ هره ورځ 22 ساعته لوډشېډنګ وو۔ ده په پنځو كلونو كښې ترهګري او لوډ??ېن??نګ ختم كړو او د هېواد معيشت ئې بهتر كړو۔ د 10 زره مېګاواټه برېښنا پروژې ترسره كړې شوې او په هېواد كښې تيار?? ختم كړې شوې۔ ده ووئ??ل چې هغه د لاهور په د سړك د لارې مانسهرې ته راغلو۔ ده د اسلام آباد نه تر برهان او د برهان نه تر شاه مقصود نوې پاكستان ولېدو خو د حوېليا نه تر مانسهره ئې يوازې ډېرانونه وليدل۔ ده ووئ??ل چې په پنجاب كښې شهباز شريف په كاركردګۍ نوې پاكستان په نظر راځي۔ ده ووئ??ل چې د دهرنا خان د دهرنو له امله د چينائي اولس مشر دوره وځنډېده او د دې له امله د چين او پاكستان د اقتصادي لارې پروژه تاخير سره مخ شوه۔ ده ووئ??ل چې خوږ وطن د يو څو كسانو جاګير نه دے٬ دا د 22 كروړه اولس پاكستان دے۔ د نوي پاكستان دعوې كوونكي دې پنجاب ته لاړ شي٬ نوې پاكستان جوړ شوے۔ ده د وفاقي وزير سردار محمد يوسف كاركردګي ستائيل?? سره ووئ??ل چې ده په ريښتينې معنٰي د حاجيانو خدمت كړے۔ د پيپلز ګوند د دور د مذهبي چارو وفاقي وزير حاجيان لوټلي وو۔ نواز شريف ووئ??ل چې د اولس په طاقت سره به په راتلونكو ټولټاكنو كښې كاميابي ت??لا??ه كوو او د آشيانه سكيم د لارې به غريب اولس ته چت وركوو۔ بې روزګاره ځوانانو ته به روزګار وركوو۔ د عدل داسې نظام به رواړو چې پكښې به اولس په اونيو كښې انصاف ت??لا??ه كړي۔