اسلام آباد 23 مئي (اے پي پي) د خز??نې وزير مفتاح اسماعيل وئېلي دي پاكستان كښې د حكوم?? بدلېدو سره د سرمايه كارۍ پالېسي نه بدلېږي٬ټول سياسي ګوندونه پھ دې خبره سلا دي چې شخصي څانګه اقتصادي پرمختګ كښې د انجڼ حېثيت لري٬بهرني سرمايه كار چې كله وغواړي خپله سرمايه ويستلې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ ٬ د سرمايه كارۍ بورډ د سيوري لاندې سرمايه كارۍ كنفرنس ته خطاب كښې وكړه۔د خز??نې وزير ووئيل زمونږ حكومت به را??وانه اونۍ كښې ختم شي او د دوو مياشتو لپاره به لنډ مهاله سېټ اپ جوړ شي دغسې د ټاكنو نه پس به نوې حكومت جوړ شي خو د سرمايه كارۍ پالېسي به په خپل ځاې وي۔ده ووئيل ټول سياسي ګوندونه د سرمايه كارۍ په پالېسۍ متفق دي ځكه چې نجي څانګه معاشي پرمختګ كښې د انجڼ حېثيت لري۔ده ووئيل پاكستان كښې د سرمايه كارۍ ګڼې موقعې شته۔ده ووئيل د پاكستان په اړه نړيوال تشخص سم نه دے٬پاكستان يو مستحكم او پرمختللې هېواد دے۔ده ووئيل برآمدات تندۍ سره زياتېږي٬هيله لرو چې را??وانو شپږو مياشتو كښې به د كرنټ اكاؤنټ خسارې مسئله حل شي۔د خز??نې صلاحكار ووئيل مونږ كراچۍ كښې امن راوستلو كښې بريالي شوي يو٬حكومت د سړكونو او موټرويز جال غزول??۔د?? ووئيل په پنځو كلونو كښې لس زره مېګاواټ زياته برېښنا پیدا كړی شوې چې ورسره لوډشېډنګ ختم شو??۔د?? ووئيل دا مهال په هغه سيمو كښې لوډشېډنګ كېږي چرته چې د برېښنا غلا كېږي٬كاروباري چاپېرچل ښه كولو له75 اصلاحات شوي دي