اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) د منصوبه بندۍ او اصلاحات وفاقي وزير خس??و بختيار وئېلي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ ترمخه روانې پروژې به په خپل وخت بشپړېږي٬د معيشت بحالۍ٬د روزګار موقعو وركولو او په هېواد كښې ?? مصنوعاتو جوړولو څانګې ته ودې وركولو ته حكومت پام لرنه كوي۔د جمعې په ورځ پي ټي وي سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د اولس ?? ژوند معيار ښه كولو له د سي پېك په منصوبو كښې به د سماجي او اقتصادي پرمختګ باب شاملولې شي۔وغاقې وزير ووئيل مونږ هڅه كوو چې د سي پېك منصوبو څخه نيغ په نيغه اولس ??ه ګټه ورسي۔ده ووئيل پخواني حكومت د سي پیك په اړه د لوظ نامو حقائق په حقله مېډيا نه ده خبر كړې چې له امله يې په دې لړ كښې د پي ټي آئي حكومت ستونزو سره مخ كېږي۔وفاقي وزير ووئيل بايد د چين او پاكستان ترمينځه د سي پېك ترمخه صنعتي مرسته يوازې تر خاص اقتصادي زونز محدود نه كړی شي۔ده ووئيل پاكستان او چين ترمينځه پراخا صنعتي مرستې ترمخه به صنعتي څانګه پرمختګ وكړي۔ده ووئيل د كراچۍ نه تر پیښور د رېلوے ټرېك اپ ګرېډېشن لپاره اېم اېل ون منصوبه به بشپړولې شي۔ خس??و بختيار ووئيل د پي ټي آئي حكومت ګوادر د اهميت وړ پروژه ګڼلو سره د هغې د ??ار استعداد به زياتوي ځكه چې د نړۍ 80 فيصده سامان به په سمندري لارو وړلې كېږي۔ده ووئيل د سي پېك منصوبو كښې د درېم فريق سرمايه كارۍ لپاره دوه فوكل پرسنز هم غوره