اسلام آباد 19 اکتوبر (اے پي پي)كولمبو كښې د پاكستان هائي كمشنر ډاكټر شاهد حشمت د سري لنكا د سائنس او ټېكنالوجي وزير ډاكټر سارت امونوګاما سره ليدلي دي ۔د خبرو اترو په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په ب??لو څانګو كښې د شريكې خوښ?? په چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ۔هائي كمشنر هغه ته په سوئېلي آسيا كښې د پائيدار پرمختګ لپاره د سائنس او ټېكنالوجۍ په اره كمېشن د راتلونكې دورې نه خبر كړو۔هائي كمشنر د دې لوظ پخلې وكړو چې دورې سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تعليمي مرستې ته وده ترلاسه شي۔ډاكټر حشمت د سري لنكا وزير د پاك سري لنكا لوړو زده كړو مرستې پروګرام څخه خبر كړو چې له مخې ئې د سري لنكا زده كوونكو له ب??لو څانګو كښ?? په سلګونو سكالرشپس ??ركړي شوي۔ده د ټېكنيكل تعليم پھ اړه سري لنكا ته د مرستې وړاندېز هم وكړو