اسلام آباد 21 نومبر (اے پي پي) د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ وفاقي وزير پير نورالحق قادري وئېلي دي چ?? د ??اكستان آئين چې څوك غېر مسلم وګرځوي هغه كله هم مسلمان نه شي كېدے٬ د مذهبي چارو وزارت به د علماكرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوي٬د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔ده دا خبرې د شورو په ورځ سيرت النبي(ص)كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔ده ووئيل چې د سيرت النبي كنفرنس په رسمي يا روايتي طريقه نه كوو بلكې دا عبادت ګڼلو سره كوو ځكه چ?? د ??وے څښتن نه پس پھ مونږ د حضور نبي كريم(ص)احسانات تر ټولو زيات دي۔ده ووئيل چې دا خبره د خوشحالۍ له ده چې په كنفرنس كښې د برتانيې٬هند٬ايران٬عراق٬سعودي عرب٬مراكش٬لبنان٬سوريه او د نورو هېوادونو نه علماﺀ او ??شائح ګډون كوي۔ده ووئيل چې وزارت به د اسلام په ترويج كښې تل كردار ترسره كوي او ??ونږ به د علمائے كرامو او د حكومت ترمينځه د پل كردار ترسره كوو۔پير نورالحق قادري ووئيل چ?? د ??اكستان آئين چې څوك غېر مسلم ګرځولي هغه كله هم مسلمان نه شي كېدې۔ده ووئيل چې د سپكاوي د حاكو په ضد پاكستان په ښ?? ډول غږ پورته كړو او ??زيراعظم عمران خان واضحه پیغام وركړې و چې شاهد مغرب ته علم نشته چې مونږ خپل نبي پاك(ص)سره څومره مينه لرو۔ده ووئيل چې د حاكو په اړه د هالينډ سفير راوغوښتلې ش?? او د سخت غبرګون څرګندونه وكړې ش??ه۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اسلامي هېوادونو خارجه وزيرانو ته ټېليفون وكړو او ??غوي ته ي?? د ??وثره حكمت عملۍ خپلولو ووئيل۔ده ووئيل چې د حضور نبي كريم(ص)تعليمات مونږ ټولو لپاره د لارې مشالونه دي۔حضور نبي پاك(ص)تل د مساواتو درس وركولو سره وئېلي دي چې كوم سپين په تور او عربي په عجمي فوكيت نه لري او تقوی داسې څيز دې كومه چې د اعمالو د بلندۍ ذريعه ده۔