اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (اے پی پی) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د سكھانو د جذباتو په اړه زما بيان په بې لارې كوؤنكي ډول او مسخ كولو سر?? د وړاندې كولو قصدا ً هڅه شوې ده۔ مونږ د سكھانو د جذباتو زيات احترام كوو او د كوم ډول تنازعې او حقائقو مسخ كولو سر?? دا بدلولې نه شي۔ د اتوار په ورځ په خپل ټوئټر پېغام كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د سكھ وروڼو د ډېرې مودې خواهش نظر كښې نيولو سر?? مو د كرتار پور راهدارۍ پرانستې پرېكړه كړې۔ مونږ دا تاريخ ګام يو ښه يقين سر?? پورته كړې دې او دا به مخ په وړاندې بوځو۔ زما په بيان د سكھانو د جذباتو په قصد سر?? د راپارولو هڅه بې لارې كوؤنكې او د حقائقو په ضد ده۔ ما چې څه وئيلي دي هغه هندي حكومت سر?? دد??ه اړخيزه خبرو په اړه وو۔ ده ووئيل مونږ د سكھانو د جذباتو زيات احترام كوو او د كوم ډول تنازعې او حقائقو مسخ كولو سر?? دا بدلولې نه شي