اسلام آباد 21 مارچ (اے پی پی) د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په درې ورځنۍ دوره پاکستان ته رارسيدلې دے ٬ په نور خان ائير بېس د هغه تود هركلې وكړې شو۔ وزیراعظم عمران خان په نورخان ایئر بیس د ملائیشیا خپل همڅنګ هركلې وكړو۔ په دې موقع خارجه وزير شاہ محمود قریشی او وفاقی وزیر مخدوم خسرو بختیار هم موجود وؤ۔ د?? څخه وړاندې د ملائیشیاء وزیراعظم هوائي ميدان ته په رارسېدو ورته د 21 توپو سلامی وكړې شوه۔ د وزیراعظم عمران خان په بلنه د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد د پاکستان درې ورځنۍ دوره كوي۔ هغه سره د اعلیٰ كچ يو پلاوې هم دے چې پكښې ګڼ كاروباري شخصیات شامل دي۔ د ملائیشیا وزیراعظم به په 23 مارچ د پاکستان ورځې پريډ كښ?? خاص ميلمه وي۔ د خارجه دفتر وياند ??ه مخې د ملائیشیا وزیراعظم ډاکټر مهاتیر محمد په مصروفیاتو كښ?? د اولس مشر سره ملاقات، د وزیراعظم عمران خان سره يو په يو ملاقات او دې نه پس د پلاويو په كچه خبرې اترې شامل دي۔ دواړه وزيراعظمان به پاکستان كښ?? آټو موبائل او ټیلی مواصلات څانګو كښ?? سرمایه کاری كولو له د خوښۍ لرونكو کمپنیو چیف ایګز??کټ?? آفسرانو ګول میز خبرو اترو ته خطاب هم كوي۔ د وزیراعظم مهاتیر محمد د پاکستان دورې سره به د دواړه هېوادونو ترمينځه د ورورولۍ او ملګرتيا اړيكې لا قوي شي