اسلام آباد 12 اپریل (اے پی پی) خارجه و??ير شاہ محمود قریشی م??ده تر سره كونكې خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه ته په ځانګړو خذماتو پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئيلې دي تهمینه جنجوعه پھ خ??ص توګه د پاکستانو ميرمنو لپ??ره يو مثال او صلاحیت لرونكې خارجه سيكتره وه، پاکستان او ادارې لپ??ره به د هغې خذمات عمر له ياد ساتلې شي۔ده دا خبرې د جمعې په ورځ خارجه وزارت كښې د خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه په اعزاز كښې د مخه ښې دستورې ته خپل خطاب کښې وكړه۔ د مخه ښې دستوره كښې اسلام آباد كښې تعینات غیر ملکی سفیرانو ، د خارجه وزارت اعلیٰ چارواكو هم ګډون كولو۔ خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه په 14 اپریل خپله موده پوره كولو سره ریټائر كېږي۔ خارجه و??ير ووئيل يوه داسې ټولنه چرته چې نارينه غالب وي هلته د ميرمنو غږ پورته كول او په اعلیٰ چوكو وظيفه ترسره كول آسان کار نه دے خو خارجه سيكترې تهمینه جنجوعه خپل 30 كاله کیریئر كښې د هېواد او قام لپ??ره په زړه پورې خذمات ترسره كولو سره د ميرمنو لپ??ره يو مثال جوړ كړې۔ ده ووئيل پاکستان څه موده وړاندې د ځينو چیلنجونو سره مخ وؤ خو د هغې د ښو هلو ځلو په سوب په دغې قابو موندلې شوې۔ خارجه و??ير ووئيل تهمینه جنجوعه خپل كار سره مخلصه وه ، د هغې کمې به شدت سره محسوسولې شي۔ ده ووئيل پاکستان او ادارې لپ??ره په خذماتو تهمینه جنجوعه ته سلام كوم۔ د مخه ښې دستورې ته تهمینه جنجوعه هم خطاب وكړو۔ دې پھ مرسته كولو د خارجه و??ير او وزارت مننه وكړه ٬ دې ووئيل ما چې څه هم كړې هغه مو د هېواد او قام لپ??ره كړې دي