کراچی۔ 23 اپرېل (اے پی پی) اولس مشر ډ??كټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د هېواد په اقتصادي توګه ښه كولو له بشپړه هڅې كوي۔ هېواد به ډېر زر اقتصادي پرمختګ پلو روان شي۔د دې خيالاتو څرګندونه اولس مشر د كاروباري شخصياتو پلاوي سره خبرو كښې وكړه چا چې ده سره د نهې په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر ووئيل د معيشت بحالي د حكومت ترجيح ده۔ كاروباري ور??رولي په دې لړ كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ ده ووئيل حكومت هېواد كښې كاروبار او سرمايه كارۍ له د ساز چاپېرچل باوري كولو لباره ګامونه پورته كوي۔ ده ووئيل اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ له كاروباري ور??رولي مهم ستن ده۔ ده ووئيل زمونږ صنعت كار او كاروباري شخصيات بايد برآمد كېدونكو مصنوعاتو ته خاص پام لرنه وكړي ولې چې د برآمداتو زياتوالې اقتصادي استحكام له ډېر ضروري دے۔ ده ووئيل پاكستان د تېرو 6 لسيزو په مهال يو شمېر چېلنجونو سره مخ پاتې شوې چې لامله ئې د هېواد كاروباري طبقه ځپلې شوې ۔ اولس مشر د هېواد پرمختګ لپاره د كارورباري ور??رلۍ د خذماتو ستائنه كولو سره هي??ه ولرله چې دوئي به خپل بشپړه كردار ترسره كول دغسې روان ساتي۔ پلاوي اولس مشر د ضلعي چېمبرز كاركردګۍ څخه خبر كړو۔ دوئي د هېواد اقتصادي ډھانچې او كاروباري ماحول پياوړتيا له د خپل اړخه سفارشات ه?? وړاندې كړل۔دغسې اولس مشر پلاوي ته د حكومت لخوا د مرستې باور ور??ړو