اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د تحريك انصاف د اطلاعاتو مركزي سېكتر عمر سرفراز چيمه وئيلي دي چې د ميا صاحب د لور لخوا په نا??وغ?? پرله پسې سياست ډېر د افسوس وړ دے٬ د نا??وغ?? او علاج په اړه د ميا صاحب او د هغه د لور دريځ خو هائي كورټ او سپريم كورټ هم رد كړے۔ ده دا خبرې د مريم نواز په خبري كنفرنس تبصره كولو ??ره وكړې۔ ده ووئيل چې د وزيراعظم د هداياتو په رڼا كښې وفاقي او صوبائي حكومتونو ميا صاحب ته په هېواد كښې موجودې غوره طبي اسانيې وركړې دي۔ حقيقت دا دے چې د ميا صاحب لور د هغه د نا??وغ?? په عوض سياسي ګټې ترلاسه كول غواړي٬ د اول ورځنې نه د رښتيا په ځائ ميا صاحب او د هغه لور د دروغو او جعل سازې نه كار اخيستې۔ عمر چيمه ووئيل چې د ميا صاحب د لور بيانيه په خپله مس??م ليګ نواز لپاره د لويې پريشانې سبب ده۔ د ميا صاحب د لور په خبرو كښې د كورنۍ او ګوند ??رمېنځه تقسيم څرګند ??و۔ په كورنۍ كښې تقسيم د نون ليګ د ګوند په پرېكړو هم په واضحه توګه آغېز كوي۔ شهباز شريف د مس??م ليګ نواز صدر دے خو د ميا صاحب لور پرېكړې په خپل لاس كښې اخستل غواړي۔ د مس??م ليګ نواز مشران د ميا صاحب د لور د اثر نه ځان خلاصول غواړي۔ د ميا صاحب لور خپل ګوند ??و د دې سياست ??ره چې څه كول غواړي٬ هغه دې وكړي خو د قوم ګمراه كولو نه دې ډډه وكړي۔ د سپريم كورټ نه واخله تر ټرائل كورټ ټو??و عدالتونو ميا صاحب ته د مكمل صفائې موقع وركړې۔ د كم او زيات 25 مياشتو اوږد ټرائل نه پس ميا صاحب د هغه ريښتيني مقام ته رسول شوے٬ په نا??وغ?? د سياست كولو په ځائ دې د ميا صاحب لور د قوم د لوټل شوي دولت راستنولو تياري وكړي۔