اسلام آباد 14 جولائي (اے پي پي﴾ د مېري ټائم چارو وفاقي وزير علي حېدر زېدي وئيلي دي چې د تېرو څو كلونو نه دوه سياسي كورنۍ پاكستان لپاره د نړيوال شرم سبب جوړېږي۔ د اتوار په ورځ په ټويټر په خپل پېغام كښې د برتانيې په ورځپاڼه كښې د شريف كورنۍ لخوا د برتانيې په مرسته كښې د غلا ??ه راپور تصبره كولو سره د?? ووئيل چې د تېرو څو كلونو نه دوه سياسي كورنۍ پاكستان لپاره د نړيوال شرم سبب جوړېږي۔ د?? ووئيل چې دې دوه كورن??و جرائم كوونكي كسانو ته تحفظ وركړے٬ عدليې ته ئې رشوت وركړے او په عدليه ئې فشار اچولې او اوس داسې سكېنډل رامخې ته كېږي۔ له بلې خوا په خپله يوه مركه كښې وفاقي وزير وئيلي دي چې اوس په پاكستان كښې د مني لانډرنګ او بدعنوانې كوم ځائ نشته او كوم خلق چې په مني لانډرنګ كښې ككړ دي٬ دوي ته به د قان??ن له مخې سزا وركولې شي۔ د?? ووئيل چې د دواړو كورنيو لخوا د قومي خزانې نه غلا ??ړې شوې رقم بهر هېوادونو ته منقتل كړې شوے۔ دا د پاكستاني اولس پېسه ده۔