اسلام آباد ۔ 30 اګست (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاکستان حکومت او اولس كشميري اولس سره ولاړ دي۔ د كشميري اولس سياسي ٬ اخلاقي او سفارتي ملاتړ به روان ساتو۔ د كشميري اولس حقونه په كوم هم ډول د پښو نشي ۔ ده دا خبره د جمعې په ورځ كشميري اولس سره د يو والي څرګندونې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل ټول قام د سولييز ولې بشپړه احتجاج د لارې نړۍ ته ښودلې چې دوئي كشمير كاز لپاره يو موټي دي۔ اولس مشر ووئيل د مقبوضه كشمير خصوصي حېثيت ختمولو سره هن?? كشميري قام او نړيوالې ورورولۍ سره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل قراردادونو ترمخه د كشمير مسئلې حل كولو خپله وعده ماته كړې ۔ د?? ووئيل هن?? نړۍ ته دروغ وائي چې كشمير زمونږ داخلي مسئله ده۔ د?? ووئيل كشميرې اولس د هن?? پوځ ظلم او زياتي سره مخ دے۔ د?? ووئيل كرفيو نافذ كولو سره هن?? ټوله مقبوضه وادي په تاريخ كښې تر ټولو لوئې بشري زندان باندې بدله كړې ۔ د?? ووئيل پاكستان دا ګڼي چې د جموں وكشمير د مسئلې يوازنې حل د سلامتي كونسل په قراردادونو عملدرآمد كول دي۔ د?? ووئيل مسلما?? جنګ نه پېل كوي ولې كه په دوئي مسلط كړې شو نو د ظلم او زياتي په ضد جنګ كول زمونږ فرض جوړېږي۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د هن?? د فاشسټ حکومت په كنټرول كښې اتومي وسله نړۍ له سنګينه خطره ده ٬ كه هن?? په پاكستا?? جنګ مسلط كړې شو نو مونږ به نه وروستو كېږو۔ اولس مشر ووئيل د كشمير مسئله د مسلمانانو شريكه مسئله ده۔ د كشمير په شمول په ټول هېواد كښې په مسلمانانو ظلم كېږي۔ اولس مشر ووئيل كشميري اولس سره د يوالي په څرګندونه كولو د ټول قام مننه كوم۔ دې څخه وړاندې 12 بجې سائرن او د پاكستان او كشمير قامي سرودونه وغږولې شول۔ ګډون كوؤنكو د پاكستان او كشمير بېرغونه پورته كړې وو۔ دوئي سره پلے كارډونه هم وو په كومو چې د ”کشمیر بنے ګا پاکستان”،”هم کشمیری بھائیوں کے ساتھ هېں”، ”پاکستان کشمیریوں کے حق خودارادیت کی بھرپور حمايت کرتا ہے” نعرې درج وې