نيويارك 22 ستمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان ??ره د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر كومي نائيډو ملاقات وكړو۔ د ملاقات په موقع وزيراعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښ?? د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو كښ?? د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه۔ د دې ځايه جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم عمران خان د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه كښ?? ګډون لپاره د امريكې دورې په مهال د اتوار په ورځ د اېمنسټي انټرنېشنل عمومي سېكتر ??ره ملاقات وكړو۔ په دې موقع وزيراعظم ووئيل چې په مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو ډلو ته اولس ته رسنه نه شي وركولې۔ وزيراعظم په مقبوضه جمو او كشمير كښ?? د وروستيو پېښو او د بشري حقونو څخه سرغړونې په نړيواله كچه په ډاګه كولو كښ?? د اېمنسټي انټرنېشنل د كردار ستائنه وكړه او وې وئيل چې اېمنسټي انټرنېشنل په مقبوضه سيمه كښ?? د بشري حقونو حقيقي صورتحال وړاندې كولو او د 7 اونيو د اوږد لاك ډاؤن ??ره مخ د كشميرې ابادې غږ اورولو لپاره مهم كردار تر??ره كړې۔ د دوي په هڅو په نړيواله ټولنه كښ?? د كشميري اولس د كشالو په اړه خبرېدو كښ?? مرسته شوې۔ وزيراعظم د هند لخوا د پېلټ ګنز استعمال او د دې په كشمري ځوانانو د كېدونكي اثر په اړه د اېمنسټي راپور وستائيلو۔ په دې موقع خارجه وزير ??وئيل چې د كشميري اولس د سول سوسائټې په وكالت كښ?? مرسته جاري ساتلو لپاره د د كشمير ??ه اړه د ملګرو ملتونو دوه راپورونه قوي بنياد دے۔ د اېمنسټي انټرنېشل عمومي سېكتر كومي نائيډو وزيراعظم د كشمير خبرو ته پرېږدئ د اېمنسټي اېډوكېسي كار په اړه بريف كړو۔ ده وزيراعظم د ماحولياتي انصاف په اړه د اېمنسټي د كار نه هم خبر كړو او د ماحولياتي بدلونو د اړوند مسئلو په اړه ئې وزيراعظم ته په ګلوبل ساؤتهـ اېډوكېسي د غور كولو تجويز وركړو۔