كراچې 22 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت په هېواد كښې د توان منظرنامه بدله كړې٬ د پاك عرب پائپ لائن كمپنې لمېټډ د وائټ آئل موټر ګېسولين پائپ لائن پروژه نه يوازې د تزويراتي اهميت وړ ده بلكې د پاكستان د توان په سلامتيا كښې به لوي عمل دخل ولري٬ د پروژې په نتيجه كښې به صارفينو لپاره په ډېر كم وخت كښې د پېروليم مصنوعاتو محفوظ شتون ممكن شي٬ د پروژې په نتيجه كښې ټرانسټوټرانو ته د هېڅ ډول فكر كولو ضرورت نشته٬ ټرانسپوټران نن او په راتلونكي وخت كښې به هم د توان په رسنه كښې د ملا د تير حېثيت ولري۔ وزيراعظم دا خبرې د زيارت په ورځ په پورټ قاسم د پاك عرب پائپ لائن كمېټې د وائټ آئل موټرګېسولين پائپ لائن پروژې د بنياد تيګې اېښودو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړۍ۔ دا پروژه به د پاركو٬ پي اېس او او شېل جائنټ وېنچر له مخې ترسره كولې شي۔ د پروژې له مخې د 26 ا نچه قطر د 786 كلوميټره اوږد لائن د لارې به كراچې سره نزدې د پورټ قاسم څخه مظفر ګړھ سره نزدې تر محمود كوټ د پېټروليم مصنوعا??و رسنه باوري كولې شي۔ د پروژې په لاره كښې به درې پمپنګ سټېشنې او په پورټ قاسم٬ شكارپور او محمود كوټ كښې به ټرمينل سټېشنې جوړولې شي۔ د دې پائپ لائن د رسنې استعداد په كال كښې 8 مليونه ټنه دے كوم به چې بيا د ضرورت له م??ې 12 مليونه ټنه ته رسولې شي۔ دې پروژې سره به 2 لكه 21 زره ټنه اضافي اېندهن د ستراتېژيكي ذخيرې صلاحيت زيات شي۔ د پروژې ترسره كېدو نه پس به په نظام كښې د دوه لكه 98 زره ټنه د ذخيرې ځائ پېدا شي۔ وزيراعظم دستورې ته په خپله وېنا كښې ووئيل هغه ډېر خوشحال دے چې د يوې داسې پروژې د كومې چې پاكستان ته ضرورت و٬ نه يوازې پرانسته كوي بلكې په دې كار هم پېل شوے۔ زه هيله لرم چې دا پرژوه به د كال 2019م تر نيمائي ترسره شي۔ وزيراعظم ووئيل دا ډېره مهمه پروژه ده۔ د دې ملټي ګرېډ كولو هڅه د ډېر مودې نه روانه وه۔ ده ووئېل كله چې زمونږ حكومت راغلو نلائن_جوا/117936.html">و م??نږ په دې پروژه كار پېل كړو٬ په دې موقع ډېرې ستونزې راپېدا شوې په كومو چې قابو وموندلې شو او اوس به انشا الله دا پروژه د 15 اربه روپو په لګښت سره په 20 مياشتو كښې ترسره شي۔ وزيراعظم ووئيل د دې پروژې په نتيجه كښې د يو كروړ ټن څخه د زياتو پېټرولو٬ ډيزلو او د پېټروليم مصنوعا??و رسنه ممكنه شي او د دوه نيم لكه ټنو نه زيات سټورېج به هم وشي۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ حكومت په هېواد كښې د توان منظرنامه بدله كړې٬ د پاك عرب پائپ لائن كمپنې لمېټډ د وائټ آئل موټر ګېسولين پائپ لائن پروژه نه يوازې د تزويراتي اهميت وړ ده بلكې د پاكستان د توان په سلامتيا كښې به د دې لوي عمل دخل وي٬ ده ووئېل د پروژې په نتيجه كښې به صارفينو لپاره په ډېر كم وخت كښې د پېروليم مصنوعاتو محفوظ شتون ممكن شي٬ د پروژې په نتيجه كښې ټرانسټوټرانو ته د هېڅ ډول فكر كولو ضرورت نشته٬ ټرانسپوټران نن او په راتلونكي وخت كښې به هم د توان په رسنه كښې د ملا د تير حېثيت ولري۔ وزيراعظم ووئيل د پاكستان او چين د اقتصادي لارې پروژه د هېواد د پرمختګ مهمه پروژه ده٬ اوسني حكومت د توان پروژو ته اهميت وركړې او د 10 زره مېګاواټو نه زياته برېښنا په قامي نظام كښې شامله كړې شوې۔ د دې نه علاوه د برېښنا د رسنې او تقسيم نظام هم ښه كړې شوې۔ ده ووئيل پاكستان به فرنس آئل نه درآمد كوي او دې سره به د اربونو ډالرو بچت وشي۔ ده ووئيل هيله ده چې د قامي پرمختګ دا پروژه به په ټاكلې شوې موده كښې ترسره شي۔