اسلام آباد 18 اپرېل(اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي اوسني جمهوري حكومت 17 كاله پس خبريالانو له 8 وېج بورډ اېوارډ باوري كړے دے ٬ د آئين او قانون له مخې به 8 وېج بورډ نفاذ كولې شي٬ خبريالان د خپل حق نه محرومه وو٬ د خبريالانو د قلم طاقت جمه??ري?? پخپلو پښو اودرولې٬ د پاكستان جمه??ري?? د ډېرو لوړو ژورو څخه راتېر شوې٬ خبريالان د هېواد ھغه خلق دي كوم چې تل جمه??ري?? سره ولاړه پاتې شوي٬ په آئين كښې د آئيني ادارو د كار تعين موجود دے٬ ټولې ادارې كه خپل كار كوي نو دا هم ټولو لپاره طاقت دے٬ پخواني وزيراعظم محمد نواز شریف تل د قانون او آئين خيال ساتلې ٬ افسوس دے چې د هېواد درې ځله ټاكلې وزیراعظم محمد نواز شریف چا چې هېواد اتومي قوت جوړ كړې٬ انفراسټركچر٬ سي پېك او د سړكونو جال ئې خپور كړې تېره ورځ چې ھغه هېوا?? كښې ووټ له د عزت وركولو خبره كوله نو ميډيا ھغه ميوټ كولو۔ د شورو په ورځ نېشنل پرېس كلب كښې د 8 وېج بورډ اعلاميې پحقله دستوره ته خپلې وېنا كښې مرېم اورنګزېب ووئيل په جولائي كښې هېوا?? كښې د ج??ه??ري?? لس كاله ترسره كېږي ماته ميډيا وركرانو او خبريالانو ډېر عزت راكړې او د اتم وېج بورډ اعلان زما لپاره د اعزاز خبره ده ۔ مریم اورنګزېب ووئيل خبريالانو چې وېج بورډ ترلاسه كولو له 17 كاله كومې هڅې كړې نن ئې مېوه ترلاسه كېږي٬ په دې تحريك كښې د پي اېف يو جے صدر افضل بټ او د ھغه ډلې پياوړې كردار لوبولې۔ دې ووئيل حكومت وېج بورډ تشكيلولو سره په خبريالانو احسان نه كوي٬ دوي له خپل حق وركوي۔ مریم اورنګزېب ووئيل د وركنګ خبريالانو د وظيفې ترسره كولو په مهال د ستونزو اندازه راته وشوه ٬ دا زما ٬ د وزيراعظم او د حكومت خوش قسمتي ده د چا په دور كښې چې د وېج بورډ اعلاميه جاري شوه٬ اوس د دې اصل كار پاتې دے كوم چې به په ټاكلې موده كښې ترسره كوو۔ دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل د دې نه وراندې چې خبريالانو سره زما كومه رشته وه ھعه نن لا قوي شوه۔ دې ووئيل زه به په راتلونكو ورځو كښې سندھ او كوئټې ته هم ځم۔ مريم اورنګزېب ووئيل سږ كال جولائي كښې د ج??ه??ري?? لس كاله ترسره كېږي كوم چې به مونږ په ښه ډول لمانځو۔ مريم اورنګزېب ووئيل افسوس دے د هېواد درې ځله ټاكلې وزیراعظم محمد نواز شریف چا چې هېواد اتومي قوت جوړ كړې٬ انفراسټركچر٬ سي پېك او د سړكونو جال ئې خپور كړې تېره ورځ چې ھغه هېوا?? كښې ووټ له د عزت وركولو خبره كوله نو ميډيا ھغه ميوټ كولو۔ دوهمې وزيرې ووئيل د 70 كالو راهسې چې په هېوا?? كښې څه كېږي ٬ هېوا?? كښې چې كوم رو??يت جوړ شوے دا ناسمه دے۔۔