اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پی پی) د سېنېټ چیئرمېن میا رضاربانی وئيلي دي پاکستان د سيمه ايزو هېوادونو سره اړيكو ته د ودې وركولو په كوټلې تګلاره عمل كوي چې ترمخه ئې د توان ، مواصلات، مع??شی رابطه کارۍ او سيمه كښې امن له پارلمانی رابطو ته ودې وركولو ته پام لرنه كېږي۔ د دې خیالاتو څرګندونه ده د ایران، ترکیې، اومان او بیلا روس سپیکرانو، چین او نورو سيمه ايزو هېوادونو پارلمانی پلاويو سره جلا جلا ملاقاتونو پھ مهال وكړه كومو چې د 137م نړيوال پارلمانی تنظیم غونډې په مهال ده سره د روس سینټ پیټرز برګ ښار كښې ليدلې دي ۔ میا رضا ربانی ووئيل د اسياﺀ پرمختګ سره د لويديز د سامراجیت تسلط ختمېږي۔ ده ووئيل بايد اسياﺀ ته پېښو مسئلو لرې كولو له بهر نړۍ ته ون?? كتلې شي بلکه د اسيائې سيمې سیاسی قیادت په ګډه چارې ترسره كړي كومو سره چې زمونږ د اسيائي وګړو د سماجی او مع??شی آزادی خواب ترسره كيدې شي۔ د سېنېټ چیئرمېن ووئيل پاکستان سيمه ايزې مرستې او د خبرو اترو د لارې د مسئلو امناكه حل له چمتو دے ځكه چې جنګ د مسئلو حل نه وي۔ ده په سيمه ايزو پارلمانونو زور راوړو چې سيمه كښې د همغږۍ ودې له خپل ټول صلاحیتونه وكاروي ځكه چ?? پارلمانی سفارتکاری مخ??لف قا??ون?? يو بل ته د رانزدې كولو مؤثره ذریعه ده۔ ده ووئيل سيمه ايزې مع??شی مرستې ته ودې وركولو له به سيمه كښې د شريكو اقدارو څخه ګټه پورته كول وي