پېنډې 25 دسمبر (اے پي پي) د زمكي پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه د ګل ??ه ورځ د كرائسټ چرچ پېنډې د كرسمس په دستورو كښې ګډون كولو سره مسيحي ورورولې سره د يووالي څرګندونه وكړه۔ ۔ د پاك پوځ د اولسي اړيكو څانګې ﴿آئي اېس پي آر﴾ له مخې د دستورې ګډون كوونكو د سرلښكر هركلې وكړو او په دستوره ك??ې په ګډون كولو ئې د سرلښكر مننه وكړه۔ د زمكي پوځ مشر د پاكستان ټولې مسيحي ورورولې ته د كرسمس مباركي ??رك??ه۔ ده نه يوازې د پاكستان جوړېدو لپاره بلكې د د?? پرمختګ لپاره هم د مسيحي وړوڼ?? كردار وستائيلو۔ ده په ټول پاكستان كښې د تعليم٬ روغتيا او د اولس د خېر ښېګړې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د مسيحي ورورولې د كردار ستائنه وكړه۔ ده د پاكستان د وسله والو ځواكونو د برخې په توګه په خاص توګه د مورني وطن دفاع لپاره د هغوي د ګډون اعتراف وكړو۔