اسلام آباد 04 جنوري (اے پي پي)خارجه دفتر د زيارت په ورځ خبريالانو ته د هندي جاسوس كلبهوش?? ياديو يوه بله تازه وېډ??و ښودلې ده په كومه كښې چې ده خپلې كورنۍ سره د سپكاوي په رويه خپلولو او دړكو وركولو په هندي حكومت سخته نيوكه كړې ده ٬د وېډيو په بيان كښې كلبهوش?? ياديو وئېلي دي زما كمېشن ختم شوے نه دے٬زه اوس هم د هند د نيوي كمېشنډ آفيسر يم٬د خپلې مور او كور ودانې په سترګو كښې مې يره لېدلې٬هندي سفارتكارو زما مور او كور ودانې له دړكې وركړې ا?? په سختۍ ئې ورته سپارښتنې كړي وې٬ما ته داسې معلومېدل چې چرته هغوي په لاره كښې وهلې شوي ۔هندي سفارتكار زما مور له دړكې وركړې۔ده وئېلي دي د هند سفارتكارو هغه وخت چې كله زما مور بهر وتله نو هغې ته يې چغې وهلې ا?? زما مور او كور ودانې ته يې په سختۍ سره هدايات وركول٬ما د خپلې مور او كور ودانې په سترګو كښې ډېره يره ليدلې ۔ده ووئيل زما كورنۍ په يره دې ځ??ې ته راوستې شوې وه٬دا خو يو مثبت قدم وو زه خوشحاله ووم بايد هغوي هم خوشحاله شوي وو خو زما مور د يرېدله ٬ ده ووئېل داسې معلومېدله لكه چې دوي زما مور په الوتكه كښې وهلې وه۔كلبهوش?? ياديو خپلې كورنۍ سره د ملاقات په اجازه وركولو يو ځل بيا د پاكستاني حكومت مننه وكړه