اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ??یاز صادق وئيلي دي چین زمونږ په زړونو كښې مهم مقام لري، دواړه ګاونډيان خپلو كښې د ملګرتيا مثالي اړيكې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارلیمنټ هاوس كښې په پاکستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ سره شوې ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سپیکر ووئيل ون بیلټ ون روډ منصوبه د دې پيړۍ تر ټولو لويه منصوبه ده او د پاك۔ چین اقتصادی راهداری د دې منصوبې مهمه برخه دہ۔ ده ووئيل پاکستان د سی پیك د ټولو پروژو په وخت بشپړولو له لوظي دې۔ ده د دواړه هېوادونو د پارلماني غړو ??و سوداګرو ترمينځه د رابطو په حاجت زور راوړو۔ سپیکر ووئيل دواړه هېوادونه خپلو كښې شريك جغرافیائی ،اقتصادی ،تاریخی ??و ستراتيجكي اړيكې لري او په هر سخت وخت كښې د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ پاکستان كښې د وړومبي سپیکرانو کنفرنس ذکرکولو سره سر دار ??یا زصادق ووئيل بايد مونږ مسئلې د سيمې اجتماعی پوهې او شريكې تګلارې سره حل كړ??۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا کنفرنس به ټولې سيمې له ګټه ور وګرځي۔ د چين سفير سپیکر له په اسلا م آباد كښې په وړومبي کنفرنس کولو مبارکي وركولو سره دا کنفرنس د پارلمانی سفارتکارۍ ښكال وګرځوله۔ ده ووئيل د دې کنفرنس ټول كريډټ د قامی اسمبلۍ سپیکر سر دار ??یاز صادق ته ترلاسه دې۔ یاؤ جنګ ووئيل يو قوي ??و سوكاله پاکستان د چین حقیقی قوت دے۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاکستان او چین ترمينځه نزدې مرسته سيمه كښې ??و سيمې څخه بهر چیلنجونو مقابلې له زيات اهميت لري