اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د قامي خبر رسنې ادارې اے پي پي او قزاخستان قامي خبر رسنې دارې ترمېنځه د خبرونو ٬ معلوماتواو خبري موادو د شئېرنګ په لړ كښې د تفاهم په يادښت لاسليك وشو۔ د تفاهم په يادښت لاسليك د اتوار په ور?? د اے پي پي تر سېوري لاندې د آئي سي اېن اے د دوه ور??ني كنفرنس په وړمبۍ وركړې وشو۔ د اے پي پي اېم ډي مسعود ملك او د كازنفارم اېل اېل پي ډي جي عسكر ??مروف په تفام لاسليك وكړو۔ په دې موقع ?? اے پي پي اي ډي محمد طاهر حسن او ډائرېكټر نيوز محمد اكرم ملك هم موجود ٶ۔ د تفاهم يادښت په 13 شقونو مشتمل دې او په ابتدائي توګه به دا درې كاله مودې لپاره وي او د لاسليك نه پس به په سمدستي توګه نافذ العمل شي ٬ درې كاله پس به هم دومره مودې لپاره د دې پخپله تحديد وشي تر دې چې يوه ډله د دې د مودې بشپړېدو نه درې مياشتې وړاندې د دې د خاتمې نوټس جاري نه كړي۔ د يادښت له م??ې به د دواړو هېوادنوو د اېجنسيو ترمېنځه د كورنۍ او نړيوالې خوښې پحقله د خبرونو او د خبري مواد ( د انټرنېټ٬ اي مېل او پي ټي اېف د لارې) سره سره د خبرونو٬ تبصرو٬ تجزيو٬ عكسونو او ويډيو فوټجز به تبادله كوي او د ضرورت له م??ې به يو بل له د لاګ آن او د پاس ور?? آسانۍ هم وركولي شي۔