اسلام آباد 04 جون (اے پی پی) د پاکستان مسلم لیګ (ن) قائد محمد نواز شریف وئيلي دي فاټا خېبرپښتونخوا كښې ضم كول د آئین جوړولو نه پس تر ټولو لويه پرېكړه ده ،دې ??ريكړې سره به د فاټا د اولس په ژوند كښې بدلون راشي ، غواړو او هڅه كوو چې فاټا سيمو كښې هم په 25 جولائی د صوبائی اس??بلۍ ټاكنې وشي دغسې چې د فاټا غړي صوبائی اس??بلۍ كښې په پیکج عملدرآمد له بشپړه کردار ترسره كړي۔ ده د ګل په ورځ فاټا یوتھ جرګې ته خطاب کولو۔ د فاټا یوتھ جرګې سر پرست سلیم صافی،چیئرمېن ریحان زیب او صدر نظام الدین د نواز شریف مننه كولو لباره د پخواني وفاقی وزیر عباس آفریدی كور ته راغلې وؤ۔محمد نواز شریف د جرګې غړو ته ووئيل تاسو خپل نوې مزل پيل كړې۔تاسو د ووټ څخه محروم وئ او د ووټ د عزت او اهمیت څخه خبر ئئ۔دې ??پاره زه باور لرم چې تاسو به د بلوچستان اس??بلۍ د اوسنو غړو په شان کردار چرې هم نه ترسره كوئ او تاسو به داسې كردار ترسره كوې كوم چې پاکستان لپاره د تقلید وړ وي۔ ده ووئيل ووټ له د عزت نه وركولو په وجه نن د سيمې ځينې هېوادونه د پاكستان څخه وړاندې تللې دي۔زمونږ څخه جلا شوې بنګله دېش نن مع??شی پرمختګ ، تعلیم ،صنعت او په ټولو څانګو كښې مونږ څخه وړان??ې دے ۔ ده ووئېل په 25 جولائی كيدونكو ټاكنو كښې نړيواله ميډيا د ټاكنو څخه وړان??ې د ټګۍ راپورونه وركوي۔ د ټاكنو په اړه سختي پوښتنې كېږي۔ ده ووئيل نن د پاکستان په ګټه او د آئین ??رل??ړۍ لپاره ستونزې زغمم۔ده ځوانانو له تلقین وركړو چې د آئین ??رل??ړي د خپل ژوند مشن جوړ كړي۔په دې ??هال خپل خطاب کښې سلیم صافی د فاټا ضم کولو په اړه د محمد نواز شریف، مسلم لیګ (ن) اجتماعی، پخواني وزیراعظم شاهد خاقان عباسی، سپیکر سردار ایاز صادق، سرتاج عزیز او بیرسټر ظفراللہ خاص مننه وكړه۔