اسلام آباد 20 اګست (اے پي پي) ددرې مېرمنو په شمول شپاړس كسيزه و??اقي كابينې د ګل په ورځ سوګند پورته كړو۔ اولس مشر ممنون حسېن په ايوان صدر كښې په ساده دستوره كښې د وفاقي كابينې د غړو نه سوګند واخستو۔ په دستوره كښې وزيراعظم عمران خان٬ د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر٬ دوهم سپيكر قاسم سوري٬ د سن??ھ نامزد ګورنر عمران اسماعيل٬ د پنجاب نامزد ګورنر چوهدري سرور٬ سياسي مشرانو٬ د پارلمان غړو او سينئر چارواكو ګډون وكړو۔ په سوګند پورته كوونكو وفاقي وزيرانو كښې مخدوم شاه محمود قريشي﴿ د خارجه چارو﴾٬ پروېز خټك ﴿ د دفاع﴾٬ اسد عمر (د خزانې، رېونیو او اقتصادي چارو)، ډاکټر فهمیدہ مرزا (د بین الصوبائی رابطه)، شېخ رشید احمد (د رېلوے)، خالد مقبول صدیقي (د انفارمېشن ټېکنالوجې او مواصلاتو)، شفقت محمود (د وفاقي تعلیم ٬ وظيفه اي تربیې، قومی تاریخ او ادبی ورثه)، فواد احمد (د ا??لا??اتو او خپرونو)، زبېدہ جلال (د دفاعی پېداوار)، غلام سرور خان (د پټرولیم او قدرتی وسيلو)، ډاکټر شېرين مزاری (د بشري حقونو)، نور الحق قادری (د مذهبي چارو او د مذهبونو د همغږۍ)، چوهدری طارق بشیر چیمه (د ریاستونو او سرحدي سيمو)، سناتور ډاکټر محمد فروغ نسیم (د قانون او انصاف)، عامر محمود کیاني (د قومی روغتيا، خدماتو، ریگولیشن او کوآرډینېشن) او خسرو بختیار شامل دي۔ محمد شهزاد ارباب د اسټېبلشمنټ، عبدالرزاق داؤد د کامرس، ټېکسټائل، صنعت و پیداوار او د سرمایه کارې، ډاکټر عشرت حسین د ادارہ جاتی اصلاحاتو او کفایت شعارې، امین اسلم د ماحولیاتي بدلون او ظهیر الدین بابر اعوان د پارليماني چارو د سلاكار په توګه و??اكل شو۔ د مېلمنو مېلمستيا چايو او بسكټ سره و??ړې شو۔