اسلام آباد 14 ستمبر (اے پي پي) وزیراعظم عمران خا?? وئيلي دي بدلون لپاره به مونږ له د نوآبادياتي ذهنيت نه بهر وتل او د آقا او د غلام طرز حك??راني به بدلول وي٬ قام د قرضو??و نه خلاصولو لپاره به سياست مدارو٬ بېورو كرېسي او اولس له خپل ځان بدلول وي٬ نړۍ كښې هېڅ څيز ناممكن نه دے٬ بدلون به ھغه وخت راځي كله چې مونږ سره د اولس د ټېكس د جمع كړې د يوې يوې روپۍ مصرف كولو احساس وي، د وزیراعظم هاؤس د سلو ګاډو٬ 4 چورلكو او 6 مېښو نيلامي علامتي اقدامات دي٬ دغسې چې مونږ د نوآبادياتي ذهنيت نه رابهر شو٬ د بېورو كرېسي نه غېر مونږ د اصلاحاتو پروګرام مخ په وړاندې نه شو بوتللې٬ د سول سرونټس سياسي تړون زما لپاره هېڅ مسئله نه ده٬ د حك??مت مسئله د كاركردګۍ ده٬ سول سرونټس دې د حك??رانۍ د طريقو بهترۍ لپاره ګامونه واخلي٬ غلطۍ كېږي خو په غلطو او مالياتي غلا كښې بايد تفريق وكړې شي٬ مونږ به پورا وس كوٶ چې تاسو د سياسي لاس وهنې او فشار نه آزاد وساتو او تاسو عزت ولرې٬ د بېوروکرېسي او سركاري ملازماتو تنخاګانې مناسب نه دي٬ كه مونږ نظام سم كړو نو تنخادارو لپاره به دومره مراعات وي چې دوي سره به د خپلو ماشومانو د معياري تعليم هېڅ فكر نه وي٬ د دوه كاله ګزارې كولو پرېكړه وكړئ هېواد ته به دومره پېسه راشي چې دلته به د قرض او بې روزګارۍ مسئلې نه وي او پاكستان به سرمايه كارو او سېلګرو لپاره مهم مركز وي۔ د جمعې په ورځ خپل دفتر كښې سول سرونټس ته خپله وېنا كښې وزیراعظم عمران خا?? ووئيل نن چې پاكستان څومره چېلنجونو سره مخ دې پخوا نه ؤ ٬ په لسو كالو كښې د قرض حجم د 6 ټرېلين نه 30 ټرېلينه روپو ته رسېدلې ۔ ده ووئيل پاكستان يوازې د سود په مد كښې هر ورځ 6 اربه روپۍ وركوي چې په نتيجه كښې ئې پرمختيائي منصوبو او نورو ضروري ملكي چارو لپاره د وسائلو په وركړه كښې مسئلې رامخې ته كېږي خو د دې نه د وتلو لارې شته۔ وزیر اعظم ووئيل لوي څښتن په قرآن كريم كښې په واضح وئيلي دي الله پاك د ھغه قام حالت تر ھغه وخت نه بدلوي تر څو چې ھغه قام خپله د ھغې د بدلولو پخه