نیویارک ۔ 30 ستمبر (اے پی پی) د پا??ست??ن د بهرنيو چارو وفاقي وزير شاه محمود قرېشي وئيلي دي د كشمير مسئلې لامله د منطقې امن سخت خطر سره مخ دے او تر كومې چې دا مسئله د ملګرو ملتونو دقرادادونو ترمخه حل كړې شوې نه وي تر هغه وخته په سوئيلي آسيا كښې امن په ځائې كېدې نه شي۔ د كشمير ميډيا سروس ترمخه شاه محمود قرېشي په نيويارك كښې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ 73 مې كلنې غونډې ته خپل خطاب كښې ووئيل هن?? په مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګرۍ ته وده وركوي او دا خبره د اندېښنې وړ ده چې هند دغلته دا مهال په انسانيت زور ظلم او زيات كوي او د بشري حقونو خلاف ورزي كوي۔ خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل په سوئيلي آسيا كښې امن د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل اړوندو قراردادونو او د كشميري اولس د هيلو ترمخه د كشمير مسئلې حل سره تړلې دې۔ شاه محمود قرېشي ووئيل هند دې مقبوضه كشمير كښې رياستي ترهګري او په كنټرول لائن د جنګ بندۍ لوظنامې خلاف ورزي بند كړي۔ ده په ډاګه ك??ه چې پا??ست??ن هند سره خپلې ټولې روانې مسئلې د خبرو اترو د لارې حل كول غواړي ولې هن?? په درېم ځل دا موقع ضائع كړه۔ شاه محمود قرېشي خبردارې وركړو چې كه هند د پا??ست??ن په ضد د كوم هم مهم جوئۍ هڅه وكړه نو سخت رد عمل سره به مخ شي۔ د پا??ست??ن خارجه وزير عمومي اسمبلۍ ته په اردو ژبه كښې خطاب وكړو۔ ده زياته ك??ه چې پا??ست??ن د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو د كمېشن راپور خوشبينه ګڼي كوم كښې چې مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو د منځھ وړل په ګوته كړې شوي دي او پا??ست??ن ددې راپور په سفارشاتو د ع??لد??آمد غوښتنه كوي۔ ده ووئيل هند پا??ست??ن كښې د ترهګرۍ كارروايو كښې ككړ دے او بلوچستان كښې نيولې شوې هندي جاسوس كلبھوشن جادهو څخه هغه شواهد ترلاسه شوي دي كوم چې دا په ډاګه كوي چې پا??ست??ن كښې د ترهګرۍ كاروايو په شا هم د هند لاس دے