اسلام آباد 04 نومبر (اے پي پي﴾وزيراعظم عمران خان وئېلي دي چې د رياستي ا??ارو استحكام او د غربت خاتمه زمونږ وړومبۍ ترجيح ده٬د رياستي ا??ارو استحكام سره د بدعنوانۍ خاتمه كېدې شي٬د وائټ كالر كرائم خاتمې لپاره د چين د تجربو څخه استفاده كول غواړو او په دې لړ كښې د چين مرسته پكار ده٬مونږ لپاره د مغرب په ضد د چين ماډل بنيادي اهميت لري٬د بدعنوانۍ خاتمې سره اهداف ترلاسه كول باوري كېدې شي٬د اربونو روپو د مني لانډرنګ له امله د قرضونو په بوج كښې اضافه شوې۔ده دا خبرې د خالي په ورځ خپل پلاوي سره په بيجنګ كښې د چين د سنټرل پارټۍ سكول د دورې كولو په موقع په خپله وېنا كښې وكړې۔وزيراعظم چې كله خپل پلاوي سره د چين سنټرل پارټۍ سكول ته ورسېدو نو د سكول لنډ مهاله صدر د وزيراعظم هركلے وكړو۔په دې موقع پاكستاني پلاوي د سنټرل پارټۍ سكول لنډ مهاله صدر سره ملاقات هم وكړو۔پھ دې موقع وزيراعظم په خپله وېنا كښې ووئيل چې د كال 1960 په لسيزه كښې پاكستان شمالي كوريا او ملائېشيا لپاره يو ماډل هېواد ?? خو د كال 1980 د لسيزې په نيمائي كښې په پاكستان كښې كرپشن پېل شو۔ده و??ئيل چې د تحريك انصاف حكومت د قامي ا??ارو استحكام ته وړومبۍ ترجيح وركوي ځكه چې د ادارو استحكام سره په بدعنوانۍ قابو موندل كېدې شي۔ده و??ئيل چې د پاكستان پشمول نورو پرمختګ كونكو هېوادونو لپاره مني لانډرنګ يوه لويه مسئله ده چې له امله يې قامي دولت غلا كېدو سره د غريبانو هېوادونو څخه اميرانو هېوادونو ته منتقل كېږي۔ده و??ئيل چې د مني لانډرنګ له امله خلك د خپل هېواد د وسيلو نه محروم شي٬قرضې زياتې شي او تر ټولو زياته غريبه طبقه وځپلې شي۔ده و??ئيل چې د 1980 د لسيزې په نيمائي كښې پاكستان په كرپشن كښې ښكيل شو هغه وخت به ما د كركټ لوبه كوله۔په كال 1992 كښې مې كركټ پرېښودو او په سياست كښې مې برخه واخسته او د كرپشن په ضد مو جهاد ??ېل كړو۔ده و??ئيل چې ده پھ كال 1996 كښې د پاكستان تحريك انصاف په نوم خپل سياسي ګوند جوړ كړو٬په اول كښې زمونږ ګوند وړوكې و او چا به هم اهميت نه وركولو٬د پرله پسې 15 كاله هڅو او د لوبې د مېدان څخه د ترلاسه شوې تجربو او غلطو نه مو سبق زده كړو۔ده و??ئيل چې د پاكستان اولس د كرپشن په اړه زما په نظر پوهه شو او د دې نه پس د ګوند د پرمختګ نظر پیل شو او اوس الحمد الله پي ټي آئي د هېواد تر ټولو لويې سياسي ګوند جوړېدو سره اقتدار ته راغلې۔ده و??ئيل چې اووه كاله وړاندې چې كله زه د ګوند د مشر په حېث چين ته راغلم نو د چين د پرمختګ نه ډېر متاثره شوم۔ده و??ئيل چې مونږ دوه مياشتې وړاندې اقتدار ته راغلې يو٬قامي ا??ارې قوي كول٬كرپشن ختمول او غربت كمول زمونږ وړومبې ترجيحات دي۔ده و??ئيل چې برابري راوستلو سره به د غربت خاتمه كول وي٬مونږ به د لويو ښارونو ستونزې حل كولو لپاره د چين د تجربو څخه استفاده كوو۔ده و??ئيل چې مونږ چين سره مينه لرو او دا مينه د حكومتونو نه ده بلكې د اولس اولس سره هم ده۔ده و??ئيل چې كله د چين وزيراعظم چو اېن لائي د پاكستان دوره ك??ې وه نو هغه وخت ما او زمونږ خارجه وزير شاه محمود قرېشي د اتو نهو كلونو په عمر كښې په يو سكول كښې زده كړې كولې او مونږ د چينائي وزيراعظم هركلے ك??ې و۔ده و??ئيل چې پاكستان له چې كله هم ضرورت پیښ شوي وي نو چين زمونږ مرسته كړې٬چين زمونږ د هر موسم او حالاتو دوست دې۔ده باور وركړو چې چين ته كله هم ضرورت وي نو پاكستان به خپل ورور سره و??اړ وي۔د خپلې وېنا په پاې كښې وزيراعظم د چين دورې پھ مهال د پاكستاني پلاوي په هركلي كولو او د چينائي اولس لخوا د مينې په څرګندونه د چينائي اولس او مشرانو مننه و??ړه۔په دستوره كښې خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي د منصوبه بندۍ وزير مخدوم خسرو بختيار٬د رېلوے وزير٬شېخ رشيد٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد پشمول په پاكستاني پلاوي كښې نورو اعلٰی چارواكو هم ګډون وكړو