اسلام آباد 02 جنوري (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې د وزيراعظم عم??ان خان په مشرې كښې د پاكستان او متحده ??رب اماراتو ترمېنځه د شريكو اړيكو نوې دور پېل شوےِ٬ متحده ??رب اماراتو ته د رېلوے په پرمختيائي پروژو كښې د سرمايه كارې كولو بلنه وركوو۔ ده دا خبرې د شورو په ورځ د يو اے اي سفير حمد عبېد ابراهيم سالم الزابي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ په دې موقع د پاكستان او متحده ??رب اماراتو په شريكو اړيكو او مرسته تفصيلي خبرې وشوې۔ وفاقي وزير ووئيل چې دواړه هېوادونه تاريخي اړيكې لري او دواړو په بېلا بېلو موقعو تل د يو بل مرسته كړې۔ په دې موقع د متحده ??رب اماراتو سفير په اماراتو كښې د كار كوونكو پاكستانيانو د هېواد په پرمختګ كښې د كردار ستائنه وكړه۔ د ملاقات په مهال د رېلوے چيئرمېن سكندر سلطان راجه هم موجود و