اسلام آباد 22 فروری (اے پی پی) خارجه وزیر شاہ محمود قریشی د تركيې ??پل همڅنګ مولود چاواوګلو سره تيلي فوني تماس نيولې او هغه له ئې د پلوامه بريد نه پس د صورتحال په اړه بريفنګ وركړې۔ د ترکيې ??ارجه وزير د پاکستان موقف سره بشپړه اتفاق کولو سره د پلوامه بريد په اړه د پاکستان په ضد د هند تورونه رد كولو سره وئيلي د پاکستان او هند ترمينځه د کشمیر شخړې پشمول ټولې مسئلې بايد د خبرو اترو د لارې حل كړې شي۔ د خارجه دفتر وي??ند له مخې خارجه وزیر شاہ محمود قریشی په بيلو چارو د پاکستان په بشپړه ملاتړ كولو د ترکیې مننه وكړه۔ ده ود پلوامه بريد په اړه د ترکيې ??پل همڅنګ له بريفنګ وركولو سره ووئيل پاکستان د هند څخه ثبوت غوښتلې كوم به چې د بريد په پلټنو كښې مرست??ال?? وګرځي۔ شاہ محمود قریشی ووئيل د روان كال جنورۍ كښې د وزیر اعظم عمران خان د تركيې ??ورې سره دوه اړخيزه اړيكې لا مستحکم شوې دي۔د ترکيې ??ارجه وزير د پاکستان د موقف بشپړه ملاتړ كولو سره ووئيل ترکیه د پلوامه بريد كښې د پاکستان په ضد د هند تورونه رد كوي۔ د ترکيې ??ارجه وزير ووئيل ترکیه كښې د ځائي ټاكنو نه پس به اولس مشر رجب طیب اردوان د پاکستان دورہ وكړي