اسلام آباد 25 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر وئيلي دي د خواجه سعد رفیق په پروډکش?? آرډر به د قانوني رائے تر مخه پرېكړه كوم۔ د ګل په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډې په مهال د خواجه آصف د اعتراض د نكتې په ځواب اسد قېصر ووئيل د رولز او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ د دې نه وړاندې خواجه آصف د اعتراض په نكته و??ئيل مونږ د خواجه سعد رفيق د پروډكش?? آرډرجاري كولو غوښتنه كوٶ٬ علیم خان ونيولې شو او پروډكش?? آرډر ئې جاري كړې شو ٬ دغسې د حامد سعید کاظمي پروډکش?? آرډر جاري كېدو خو د سعد رفیق پ??وډکش?? آرډر نه جاري كېږي٬ ده و??ئېل مونږ دا خواست كوٶ چې په دې رولنګ وركړې شي۔ د قامي اسمبلۍ سپیکر اسد قېصر ووئيل د رولز او قانوني رائے له مخې به پرېكړه كولې شي۔ خواجه آصف ووئيل تاسو د ایوان کسټوډین ئې ، تاسو خپله قانون جوړوۍ٬ سپيكر ووئيل زه به تاسو مايوسه كوم نه ۔ خواجه آصف ووئيل د سېنېټ چیئرمېن د کامران مائیکل پروډکش?? آرډر جاري كړې۔ شاہ محمود قرېشي ووئيل دا دسپيكر حق دے ښه به و?? چې دا معامله ئې ستاسو سره په چېمبر كښې پورته كړې وه