اسلام آباد 20 مارچ (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د اولس مشر چوكۍ غېر سياسي ده او په ما لويه ذمه واري پرته ده ٬ زه به ټولو سره په ګډ?? ګامونه اخلم ٬ حكومت او ??پريم كورټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې ٬ هېواد كښې جمهوريت مستحكم دے او هېڅ خطر نه شته٬ په اتلسم بدلون كښې بهتري پكار ده ٬ سول او ملټري اړيكې په زړه پورې ډول روانې دي۔ اولس مشر ډاكټر عارف علوي دا خبرې د شورو په ورځ د نجي ټي وي چېنل په پروګرام كښې كړې۔ ده و??ئيل نواز شریف سره ملاقات لپاره د زيارت ورځ ټاكلې شوې او په ھغه ورځ يوازې كورنۍ سره د ملاقات كولو اجازه وركړې شوې ۔ اولس مشر ووئيل تعليم يافته اولس ته اندازه لګېدلې چې كرپشن په هېواد لكه د چينجي لګيا دے۔ ده و??ئيل حكومت او ??پريم كورټ د كرپش مخنيوي لپاره كوټلې اقدامات كړې او ??كومت به د كرپشن په كېسونو هېڅ ډول سمجهوته اونه كړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب اولس مشر ووئيل نوي پاكستان كښې كنفرنس ??ف تهاټ ته اړتيا ده۔ ده و??ئيل اوس پاكستان د ازمېښت نه وتلې دے۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل پاكستان كښې د قانون له مخې مېرمنو ته قانوني وراثت نه ترلاسه كېږي په دې لړ كښې به اسلامي نظرياتي كونسل ته چيټۍ ليكوو۔ ده و??ئيل وزيراعظم پخپله ځان مثال ګرځولې او ?? كفايت شعارۍ پلو ئې ګام پورته كړې۔ ده و??ئيل د وزيراعظم د كفايت شعارۍ كمپائن ډېر اهميت لري۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده و??ئيل ګرده نړۍ كښې د كډوالو څخه انكار كېږي او ??ياتره اروپائي هېوادونه كډوال او ?? ھغوي ماشومان سمندر كښې ډوبېدو ته پرېښودلې خو پاكستان كښې د غربت باوجود 35 لكه افغان كډوالو ته تحفظ وركوٶ۔ د سول ملټري اړيكو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب اولس مشر ووئيل سول او ملټري اړيكې په غوره كچه دي