بیجنګ ۔ 28 اپرېل (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان د چين سرمايه كارو ??ه بلنه وركړې ده چې دوئي دې پاكستان كښې د موجوده حكومت د سرمايه كار دوست پالېسيو څخه ګټه پورته كړي او د سي پېك ترسېوري ل??ند?? جوړېدونكو اقتصادي زونز ته دې خپل صنعتونه منتقل كري۔ و??ير??عظم د اتوار په ورځ پاكستان چين ټرېډ وانوېسټمنټ فورم كښې ګډون كوؤنكو ته خط??ب كولو۔ دې فورم كښې 370چینائي كمپنيو او كاروباري كسانو او د پاكستان 70 كمپنيو ګډون وكړو۔ و??ير??عظم خپل خط??ب كښې د سرمايه كارۍ په لاره كښې د ولاړو خنډانو لرې كولو او چينائي كاروباري وګړو له پاكستان كښې د كاروبار آسان جوړولو له د حكومت لخوا په پورته كړې شويو ګامونو رڼا وا??وله۔ د هېواد د امنيت په صورتحال رڼا اچولو سره و??ير??عظم ووئيل د پاكستان د وسله والو ځواكونو او نورو امنيتي ادارو ځانګړې قربانيو سره دې كښې ښكاره ښه والې راغلې دې۔ ګاونډي هېواد سره د اړيكو په اړه ده ووئيل پاكستان افغانستان كښې د امن عمل كښې مرسته كوي او په اولني ځل د افغانستان مسئلې د سولييز او سياسي حل بېل اړخونه رامخې ته شوي دي۔ هند سره د اړيكو په اړه ده ووئيل هند كښې ټاكنې روانې دي او هيله ده چې ټاكنو څخه وروستو به نوې حكومت سره د خبرو عمل يو وارې بيا بحال شي۔ ده ووئيل د دواړو هېوادونو ترمينځھ د كشمير مسئله ده كومه چې بايد د مذاكراتو د لارې حل كړې شي۔ د بېلټ اېنډ روډ فورم په اړه و??ير??عظم ووئيل دا يوه لويه كاميابي ده چې د نړۍ 40 نه زياتو هېوادونو مشرانو په دې دوه ورځني ايونټ كښې ګډون وكړو۔ فورم ته د و??ير??عظم د تجارت او ټېكسټائل صلاحكار عبد الرزاق داؤد هم خط??ب وكړو۔ خپل خط??ب كښې ده ووئيل چین سره د آزاد تجارت لوظنامې په دوهم پړاؤ لاس ليك سره به د دوه اړخيزه تجارت حجم او د سوداګرو ترمينځھ مرسته زياته شي۔ پاكستان ??ه به د چين تر لويو منډيو رسنه او د كركيلې او روزګار په څانګو كښی به مرستې ته وده ترلاسه شي۔ ده چينائي كمپنيو ته پاكستان كښې د سرمايه كارۍ كولو بلنه وركړه ۔ د پاكستان بزنس كونسل وائس چيئرمېن ثاقب شيرازي او چين كښې د پاكستان سفير مسعود خالد هم خط??ب وكړو۔