اسلام آباد 03 مئي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي پاکستان او اسلامي پرمختيائي بانك پخواني شراكتدار دي٬ پاكستان به اسلامي پرمختيائي بانك سره په ګډه كا?? كوي۔ اولس مشر دا خبرې د اسلامي پرمختيائي بانك صدر ډاكټر بندر اېم اېچ حجار سره كړې چا چې اولس مشر سره د ج??عې په ورځ ملاقات كولو۔ اولس مشر په دې خبره زور رواړو چې اوسنې حكومت هېواد د اقتصادي چېلنجونو نه اويستلو لپاره معاشي اصلاحات معرفي كوي اوپه دې لړ كښې حكومت مالياتي استحكام ٬ زرغي پاليسۍ ته پام ګرځولې۔ ده ووئيل حكومت ارزانه كورونه او كوچنې او د مېنځنۍ درجې كا??وبار ته هم پام لرنه كوي دغسې چې معاشي پرمختګ سره سره د روزګار موقعې راپېدا شي۔ ده ووئيل د سي پېك وړومبنې پړاٶ بشپړېدو ته نزدې دے اوس مونږ د خاص اقتصادي زون جوړولو پشمول نورو پړاٶنو ته پاملرنه كوو چې ورسره به د پاكستان د ټرانسپورټ نېټ ورك په اقتصادي راهدارۍ ب??ل شي۔ اولس مشر عارف علوي ووئيل د سرمايه كا??ۍ آزاد نظام او د رامخې ته كېدونكو اقتصادي موقعو په سوب ګردې نړۍ څخه سرمايه كا?? پاكستان كښې سرمايه كا??ي كول غواري۔ اولس مشر د پوليو خاتمې پروګرام كښې د اسلامي پرمختيائي بانك د ملاتړ ستائنه كولو سره د دا باور څرګند كړو چې اوسنۍ دوه اړخيزه مرسته به سباٶن كښې لا مستحكمه شي