اسلام آباد 09 مئی (اے پی پی)د منصوبه بندۍ او پرمختګ او اصلاحات وفاقي وزير خسرو بختيار وئېلي دي ګوادر فري ټرېډ زون دے كوم چې د چين كمپنۍ ته وركړی شوې ٬ د ګوادر پرمختګ ته حك??مت پام لرنه كوي ٬د 17 نيم اربه روپو په لګښت به ګوادر نېشنل ګرډ سره تړلې شي٬په ماسټر پلان اتفاق راغلې٬د پسمانده سيمو لپاره به زياتې روپۍ بېلولې شي۔د زيارت په ورځ په سېنېټ كښې د پوښتنو دمې په مهال د سناتور طلحه محمود د پوښتنې په ځواب كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير خسرو بختيار و??ئېل د تېرو څلورو كلونو په مهال د اپرېل 2015 نه تر م??رچ 2019 په مهال صوبائي حك??متونو څخه 119 پرمختيائي سكيمونه تر لاسه شوي چې پكښې سنټرل ډوېلپمنټ وركنګ پرټۍ د صوبائي حك??متونو سپانسر كړو 43 پروژو منظوري وركړی ده ۔د تېرو څلورو كلونو په مهال 31 پروژې صوبو ته بېرته وركړې شوي٬ ده ووئېل پھ دې كښې د بلوچستان 6 ٬ خېبرپښتونخوا 9 ٬ پنجاب 14 او سندھ 2 پروژې شامل دي۔ده ووئيل مونږ پسمانده او محرومو سيمو ته د پرمختګ موقعو ته ترجيح وركړی۔بلوچستان ته به د هغوي حق وركړې كېږي٬ ده ووئېل په كچي كنال 80 اربه روپۍ خرڅ شوي ٬ 8 اربه روپۍ نورې ايلوكېشن كولې شي۔خضدار او اړوندې سيمې د غربت ښ??ار دي٬هغو له هم بجټ كښې پروژې په ګوته كولې شي