اسلام آباد ۔ 2 اگست (اے پی پی) د وزيراعظم احتساب لپاره خاص مرستيال شهزاد اکبر وئيلي دي د 90 په ل??يزه كښې سياست كښې شاملېدونكې يوې كورنۍ قامي خزانه په بې دړدۍ لوټ كړې٬هنډۍ ??وا??ې سره روپۍ بهر هېوادونو ته په لېږلو ماڼۍ او جائيدادونه جوړ كړې شوي ٬ د شهباز شریف نه پس مریم نواز ته هم د هل مېټل څخه د مختلف ټېلي ګرافك ټرانسفر د لارې 66.9 مېليونه منتقل شوې كومې چې په ټېكس ګوشوارو كښې نه دي ظاهر كړې شوې٬ نېب ته دا نوې شواهد لېږلې شوې ۔ د جمعې په ورځ پي آئي ډي كښې خبري كنفرنس ته خپلې وېنا كښې شهزاد اکبر ووئيل د شهباز شريف او د ھغه د كورنۍ ټېلي ګرافك ټرانسفر (ټي ټي) رامخې ته كړې شوه نو د بل اړخ نه اعلان اوشو چې ت?? به د برتانيې عدالتونو ته وړاندې كېږي ٬ ده ووئېل زه ھغې لپاره چمتو يم خو تراوسه د دې نوبت نه دې راغلې خو چې نن د كومو نويو ټي ټيز انكشاف كوونكې جې يم دې سر?? به داسې ښكاري چې خامخا به ??غه عدالتونو ته وړاندې كېدل وي۔ ده ووئيل د 90 په ل??يزه كښې يوه كورنۍ په اقتدار كښې راغله او دوي داسې قانون جوړ كړو چې پرې بهر هېواد څخه په راتلونكو پېسو د ټېكس او سبب پحقله پوښتنې نه شوې كېدې ٬ دې كورنۍ د 90 لسيزي څخه تر كال 2018 قامي خزانه په بې دړدۍ لوټ كړې ٬ ده ووئېل دې كورنۍ د پاكستان خزانه د هنډۍ او ??وا??ې د لارې بهر هېوادونو ته د لېږلو سره ماڼۍ او جائيداونونه جوړ كړي ٬ ده ووئېل شريفې كورنۍ په دې معامله كښې مني ټرېل وراندې كولو كښې پاتې راغلې٬ د حمزہ شهباز د 90 فیصده ټي ټي ګټه شهباز شریف پورته كړې۔ ده ووئيل كال 1990 څخه د هنډۍ او ??وا??ې د لارې د پېسو لېږلو معامله ھغه وخت اودرېده چې كله په پانامه پيپرز كښې شريفه كورنۍ بې نقابه ??وه۔ ده ووئيل هل مېټل كېس كښې مهم څيز دا دے چې هل مېټل څخه 85 فيصده روپۍ نواز شریف ته تللي او د دې روپو 85 فيصده برخه نواز شریف مریم صفدر ته ډالۍ كړې ٬ده ووئېل په دغه كېس كښې نواز شریف، حسېن نواز، حسن نواز او مریم صفدر ككړ دي۔ ده ووئيل په كال 2008ء كښې هل مېټل څخه مریم صفدر ته 14 مېلیونه، 17 مېلیونه، 19 مېلیونه، 7 مېلیونه او په كال 2016ء كښې مریم صفدر له شریف اېجوکیشن سټي برانچ كښې د 9.9 ملينه روپو ټي ټي راځي ، د دې ټولو روپو په ټېكس ګوشوارو كښې هېڅ ذكر نشته٬ ده ووئېل دا ټولې پېسې سرمايه كارۍ لپاره راغوښتلې شوې خو د سرمايه كارۍ ثبوت هم وړاندې نه كړې