برمنګهم 10 اګست (اے پي پي) هند د 70 كلونو نه د نړيوالو لوظنامو٬ د ملګرو ملتونو د قراردادونو او ??شم??ريانو سره د شويو لوظونو نه انحراف ??وي او اوس د خپل دستور په ضد هم روان دے٬ په ??شم??ر كښې د آبادې تناسب بدلولو لپاره ئې د ??شم??ر خاص حيثيت ختم كړے او د اولس غبرګون مخ نيوي لپاره ئې په مقبوضه ??شم??ر كښې نور پوځ هم په ځائ كړے او كرفيو ئې لګولې ده۔ د برمنګهم څخه ترلاسه شوي پېغام له مخې د هند د دې ظلمونو په ضد په برمنګهم كښې د هندي قونصلېټ په وړاندې بېلا بېلو ??شم??ري او د پاكستانو ګوندونو احتجاجي مظاهره وشوه چې مشري ئې د بهرمېشته ??شم??ريانو وزير راجه جاوېد اقبال٬ د تحريك ??شم??ر اروپا صدر محمد غالب٬ د برتانيې صدر راجه فهيم كياني٬ د تحريك انصاف چوهدري خادم حسېن او نورو وكړه۔ مظاهرچيانو د هندي ترهګرې په ضد سختې ن??رې ووهلې او د نړيوالې ټولنې نه ئې غوښتنه وكړه چې هند دې ترهګر هېواد وګرځول شي٬ دوي د هند نه غوښتنه وكړه چې په مقبوضه ??شم??ر كښې دې قتل عام بند كړي٬ د هند پوځ دې د ??شم??ر نه ووځي۔ مظاهرې ته ممبر آف پارليمنټ خالد محمود او پخواني ممبر آف پارليمنټ جارج ګېلوے هم وېنا وكړه او د هندي حكومت د غېر قانوني اقداماتو ئې سخته غندنه وكړه او وې وئيل چې هند په ??شم??ر خپل تسلط په ځائ ساتلو لپاره ظلم او تشدد ??وي چې ورسره به په منطقه كښې تاؤ تريخوالې زيات شي۔ د امن په لار كښې هند خنډ دے٬ بايد ملګري ملتونه د دې حالاتو نوټس واخلي۔ په مظاهره كښې د پاكستانو ګوندونو استازو ??شم??ريانو سره د يووالي څرګندونه وكړه۔