اسلام آباد ۔ 19 اګست (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ نون صدر او د مخالفې ډلې مشر شهباز شريف د كشمير پ?? مسئله د پاكستان د دريځ په ملاتړ او تائيد كولو د چين اولسمشر شي جن پنګ او د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان مننه كولو سره وئيلي دي د كشمير پ?? مسئله ستاسو ملاتړ پاكستان سره د خالصې مينې او پخوانۍ ملګ??تي?? عكاسي كوي۔ د مسلم لیګ وياندې مريم اورنګزېب ترمخه شهباز شريف د چين اولس مشر شي جن پنګ او د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان ته د مننې خطونه لېږلي دي۔ د چين اولس مشر په نامه خپل خط كښې ده وئيلي چې زه د كشمير پ?? مسئله ستا د ملاتړ د پاكستاني اولس او خپل ګوند لخوا مننه كوم۔ دې څخه ستا پاكستان سره د خالصې مينې او پخوانۍ ملګ??تي?? څرګندونه كېږي۔ زه باور دركوم چې زه او زما ګوند به د سي پېك منصوبې ودې له بشپړه هڅې كوي او زه باور لرم چې سي پېك منطقې له د خوشحالۍ زېرې دې او مونږ سي پېك د بېن الرېاستي اړيكو د يو كاميابه مثال په توګه ليدل غواړو۔ د تركيه اولس مشر په نامه خپل خط كښې ده ووئيل د كشمير پ?? مسئله ستاسو لخوا د پاكستان ملاتړ د پاكستان او تركيه ترمينځھ د ورورولۍ اړيكو او مخلصې ملګ??تي?? ثبوت دې۔ مونږ باور لرو چې د دواړو هېوادونو ترمينځھ د ورورولۍ اړيكې لا مضبوطولو له به د كردار ترسره كول دغسې روان وي۔ شهباز شریف د چين او تركيه د اولس مشرانو په مشرتابه كښې د دواړو هېوادونو سوكالۍ له د خپلو نېكو هيلو څرګندونه هم وكړه