اسلام آباد 02 ستمبر (اے پی پی) د وزيراعظم د پېټروليم خاص مرستيال نديم بابر وئېلي دي د تېلو او ګاز په ادارو د ??رم??يه كارۍ زياتوالي لپاره اصلاحات روان دي٬د اېل پي جي نرخونه او رسنه به ښه كولې شي٬د عدالتونو څخه كيس ختمولو نه پس د زياتو بلونو صارفينو ته 2 اربه 80 كروړه روپۍ بېرته وركولې شي۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د ګل په ورځ د آئل اينډ ګيس كنفرنس ته خطاب او وروستو خبريالانو سره په خبرو كښې كړی۔نديم بابر ووئيل د تېلو او ګاز په څانګه كښې مونږ له مسابقت ته وده وركول او وړاندې تلل دي۔د نرخونو صورتحال هم ښه كولو ته ضرورت دے۔د پالېسي ساز او ريګوليټرز جلا جلا ذمه وارۍ لري۔ ده و??ئېل د اېل پي جي د نرخونو په ګرمۍ كښې د كمي ګېلې رامخې ته كېږي خو د يخښنۍ په موسم كښې دا نرخونه زياتېږي كوم چې غريب او لرو پرتو سيمو كښې مېشته صارفينو له زغمل وي ځكه چې اېل پي جي د غريب اولس د كارولو څيز دے۔ده و??ئيل د اېل پي جي نرخونه او رسنه ښه والي له اصلاحات ضرورت دې۔په هېواد كښې د تېل او ګاز ذخيره كولو ګنجائش زياتول غواړي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده و??ئيل صارفينو ته لېږلې شوې د اضافي بلونو 2 اربه 80 كروړه روپۍ جوړیږي۔اوګرا او اېس اېن جي پي اېل په دې لړ كښې كمېټۍ جوړې كړي خو دا معامله په عدالت كښې ده څنګه چې كيس ختم شي صارفينو ته به پيسې بېرته وركړې شي۔ده و??ئيل حكومت ??ه هېواد كښې په كاوبار كښې آسانۍ پیدا كولو لپاره اقدامات كوي۔د ??رم??يه كارو ??رم??يه كارۍ تحفظ او آسانيو لپاره اقدامات كوو ۔