اسلام آباد 13 نومبر (اے پي پي) د تجارت او ټېكسټائل انډسټرۍ لپاره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داؤد وئېلي دي ك??كي??ه د پاكستان په معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لري٬هنګري سره تجارتي او معاشي روابط مضبوطولو لپاره هر ممكنه اقدامات پورته كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ د هنګري سفير اسټوان سزابو سره خبرو كښې كړی۔د تجارت صلاحكار ووئيل زمونږ مجموعي جي ډي پي كښې د ك??كي??ې ب??خه 20 فيصد ده۔ده ووئيل ك??كي??ه نه يوازې مونږ ته د خوراك حېزونه راكوي بلكې دا د خام مال سره د آبادۍ لويې ب??خې ته د روزګار وركولو هم يوه ذريعه ده۔ده كراچۍ كښې هنګري نېشنل ټرېډنګ هاؤس جوړول هم وستائېل ٬ ده ووئېل پاكستان كښې پاك هنګري بزنس فورم جوړولو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځه تجارتي روابط ته لا وده هم ترلاسه شي۔پھ دې موقع د هنګري سفير د ك??كي??ې٬لائيو سټاك كبان نيونكو او فوډ پراسيسنګ په اړه د مرستې وړاندېز وكړو او وې وئېل هنګري د ك??كي??ې په څانګه كښې جديدې ټېكنالوجي٬تحقيق او د ښه اقداماتو د لارې ځانګړې پرمختګ كړی۔ده ووئيل د ك??كي??ې ل??اره د سود نه غېر قرض وركولو له هم وړاندېز وركړې شوې ۔ده ووئيل هنګري د وړاندې څخه د تېلو او ګاز په اړه د پاكستان مرسته كوي او د هنګري كمپنۍ ځايې كمپنو سره په ګډه د تېلو او ګاز په لټون كار كوي۔ده دوه اړخيزه تجارت ودې ل??اره د هنګري برآمدي پرمختګ ادارې او ټي ډي اے پي ترمينځه د مفاهمت په يو يادښت د لاس ليك كولو هم تجويز وركړو