اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) د نېدرلېنډ ملكه مېكسيما به روانه مياشت د نومبر د 25مې نېټې نه تر 27مه نېټه د پاكستان دوره كوي۔ د اتوار په ور د خارجه دفتر لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې ملكه مېكسيما به د خپلې دورې په مهال اولس مشر ډاكټر عارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره ملاقات كوي۔ هغه به د پبلك او پرائيوېټ شراكت دارو سره هم ملاقاتونه كوي۔ ملكه مېكسيما به د مائيكرو پېمنټ ګېټ وے په پرانسته كښې هم ګډون كوي۔ دا د پاكستان د سېټېټ بانك اقدام دے چې مقصد ئې د و??وك?? ادائيګو اخراجات كمول٬ خلقو ته ګټه رسول او د مالي ??ډون ودې لپاره ډېجيټل لېن دېن زياتول دي۔ ملكه مېكسيما د كال 2009م څخه د ملګرو ملتو??و د عمومي سېكتر د پرمختګ خاص وكيله ده۔ هغې د دې نه وړان??ې په كال 2016م كښې د فرورې په مياشت كښې د پاكستان دوره كړې وه۔