سيالكوټ 23 نومبر (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردو?? عاشق اعوان وئيلي دي چې د تعليم يو ډول نظام د حكومت وړومبې ترجيح ده، يوازې تعليم انسان ته د هغه اصل ورپېژني، ډېرې پروژې د سياست نذر شي. هغې دا خبرې په مراكيوال كالج كښې يوې دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې. د وزيراعظم د اطلاعاتو خاص مرستيالې ووئيل چې په پاكستان كښې د ليك لوستې شرح د نورو هېوادونو په نسب?? ډېره ټيټه ده، ادارې د اولس وي او محافظ ئې هم اولس وي. د پاكستان لوڼې به د قوي پاكستان بنياد ږدي، ټولې پاكستانې لوڼه د كشميري لوڼو اوګه په اوګه ولاړې دي، نن مونږ ته د هغو كشميري لوڼو سره د يو??ال?? څرګندونه كول دي كومې چې د بدتره كرفيو په وجه سكول ته نه شي تللې. هغې ووئيل چې ډېر زر به د كشمير د آزادې لمر راوځي. د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې زه كوشش كوم چې داسې لائحه جوړه شي چې د كلي??ال?? سيمو د خلقو بنيادي ضروريات پوره كړې شي. هغې ووئيل چې وزيراعظم دوه څيزونو ته خاص پام كوي، رائټ جاب فار رائټ پرسن او بل د هېواد نه د كرپشن مكمل خاتمه كول دي. ټولې نوكرې د مېرټ په بنياد وركولې شي. د دستورې په پاې كښې د وزيراعظم مرستيالې په سكول كښې نويو بهرتي ??وي?? ښوونكو ته د بهرتې اسناد وركړل.