اسلام آباد ۔ 26 فروری (اے پی پی) بالاكوټ بريد نه وروستو د هند دوه الوتكې غورځولو او د پائيلوټ نيولو يو كال په بشپړ كېدو د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط دستاويزي فلم جاري كړ?? شوې دې۔ پاكستان ددې لوظ پخلې كړ?? دې چې د پاكستان وسله وال ځواكونه به پېشه ور صلاحيت او نوې ټېكنالوجۍ سره پېوست وسائل كارولو سره هېواد مضبوط جوړولو له خپل كردار ترسره كوي۔ پاكستان د دستاويزي فلم د لارې حقائق نړۍ ته وړاندې كولو سره هندي دروغو او پراپېګنډې ته ماتې وركړې ده۔ د فرورۍ په 27 مه نېټه د پاك هوائي ځ??اك ځوابي كارروائي زمونږ لپاره وياړ دے۔ قوم به دا ورځ فخر سره لمانځي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وزارت لخوا د تيار كړ?? شوي دي د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط د دستاويزي فلم اجراﺀ په موقعه د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ميډيا سره خبرو كښې ووئيل امن كښې خ??ښي لرل د پاكستان د قومي بيانيې برخه ده۔ د هندي پائيلوټ خوشې كول په امن كښې د خوښۍ څرګندونه وه۔ دې ووئيل هندتوا سوچ د مسلمانانو د نسل كشۍ سبب جوړېږي۔ د دھلي په سړكونو د مسلمانانو مړي د مودي د كركې وړ بيانيې نتي??ه ده۔ اولس مشر ټرمپ د هند په خاوره ودرېدو سره د ترهګرۍ په ضد د پاكستان كردار وستائلو۔ دې ووئيل د ټرمپ بيان د مودي د كركې او تعصب بيانيې ته ماتې وركړې۔ په دې مهال د “ناقابل تسخیر عزم” په سرخط جوړ كړ?? شوې دستاويزي فلم وښودلې شو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د تېر كال په 27 فرورۍ پاك هوائي ځ??اك د پاكستاني حدونو خلاف ورزي كوونكې د هندي هوائي ځ??اك دوه جنګي الوتكې رانسكورې كړ?? وې۔ د آئی اېس پی آر بيان كښې وئيلې شوې وو چې پاک هوائي ځ??اك په لائن آف كنټرول (اېل او سی) د هندي فضائيې بريد ناكامه كړ?? وو او هندي الوتكه ئې رانسكوره كړ?? وه۔ د هند مګ 21 الوتكه آزاد كشمير كښې تباه كېدو څخه وروستو ددې پائيلوټ ونګ كمانډر ابھي نندن نيولې شوې وو۔ بله ورځ وزيراعظم عمران خان د پارليمنټ شريكې غونډې په مهال اعلان كړ?? وو چې مونږ امن لپاره هندي پائيلوټ خوشې كوو۔ د تېر كال په اولني مارچ ابھي نندن په واګه پوله هندي چارواكو ته وسپارلې شو