اسلام آباد 12 مارچ (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي مريم نواز صاحبه تاسو په ك??مو زنځيرونو تړلې شوي ئې ؟د ضمانت ترلاسه كېدو باوجود هغه ك??م زنځير دے چې پكښې ته راګېره ئې ؟۔د زيارت په ورځ خپل ټوېټ كښې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل مريم نواز د زنځيرانو شلولو سره د خپلې آزادۍ اعلان ولې نه ك??ې ؟۔خاص مرستيالې ووئيل يو ځل بيا په مېډيا رامخې ته كېدل د خپل ذاتې دړد لپ??ره دي ۔وزيراعظم عمران خان قام له ستاسو د ور??ړو دړدونو او غمونو لرې كولو لپ??ره په غوره ډول كار كوي ۔دې ووئيل د پاكستان اولس اوس نور تاسو ګمراه ك??لې نشي٬اولس ته معلومه شوې چې كله هم د (ن)ليګ قيادت اقتدار څخه محروم شوے هغوي په پاكستان كښې پاتې كېدل نه خوښوي