اسلام آباد ۔ 22 اپرېل (اے پی پی) حکومت سمندر پورې پاكستانيانو له د ووټ حق كا??ولو له د رجسټرېشن عمل پېل كولو پړېكړه كړې ۔ بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيانو ته د ووټ حق وركولو په اړه مهمه غونډه د شورؤ په ورځ وشوه د كومې مشري چې پارلماني چارو لپاره د وزيراعظم صلاحكار بابر اعوان او د وزيراعظم د سمندر پورې پاكستانيانو خاص مرستيال سيد ذوالفقار عباس بخاري په ګډه وكړه۔ د نادرا چیئرمېن ، د آئي ټي الېكشن ??مېشن ډي جي او د پارلماني چارو سېكرټرې هم غونډه كښې ګډون وكړو۔ ??ونډه كښې بهر هېوادونو كښې د مېشته پاكستانيانو د ووټنګ تګلارې او آسانيو جاج واخستې شو۔ ??ونډه كښې د سمندر پورې پاكستانيانو د رجسټرېشن عمل زر تر زره پېل كولو پرېكړه وشوه۔ رجسټرېشن به د پاسپوررټ يا نائيكوپ د لارې كولې شي۔ الېكشن ??مېشن او نادرا به په ګډه رجسټرېشن ??ېل كوي۔ د ووټ وركولو عمل پټ ساتلو له به تګلاره هم وضعه كولې شي۔ بهر هېوادونو كښې مېشته ټول پاكستانيان به د ټاكنو عمل كښې شريكولې شي۔ په پرېكړو د عملدرآمد په اړه به راروانه اونۍ بيا غونډه كولې شي۔