اسلام آباد 15 مئی (اے پی پی) نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سنټر (این سی او سی) زور راوړے چې د مؤثره اولسي خبرتيا كمپائن د لارې دې اولس له د ماسك استعمالولو ترغیب وركړے شي، ماركیټونو ، بازارونو او اولسي ځايونو ته د تګ راتګ په مهال ماسك د كورونا وائرس نه خپريدو موَثره ذریعه ده۔ د منصوبه بندۍ، پرمختګ، اصلاحات او خاص اقدامات وفاقی وزیر اسد عمر په مشرۍ كښې د نیشنل كمانډ اینډ آپریشن سینټر (این سی او سی) كښې د اعلی پائې غونډه وشوه چې پكښې د 10 لكهه كسانو د كورونا وائرس ټیسټنګ صلاحیت، وینټیلیټرز موجوده شميرې، استعمال او ضروریات، د طبی عملې د كار استعداد زياتولو په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ په غونډه كښې د كورونا وائرس په فرنټ لائن مقابله ك??نك?? د طبی عملې ذاتی تحفظ آلات(پی پی ایز) استعمال په اړه د تربیتی دستاویزی فلم په جاري كولو هم خبرې وشوې ۔ د كووډ ١٩ د وړومبي صف مقابله ك??نك?? طبی عملې لپاره د خبرتيا په توګه دا فلم دوړ كړے شوے ة د پی پی ایز سم استعمال سره خپل حفاظت باوري كيدې شي۔ دا مهم اړخ تر نظره ساتلو سره این سی او سی د روغتيا وزارت او پوهانو سره د هیلتھ كیئر وركرز او هغوي سره تعلق لرونكو كسانو ل??اره د پی پی ایز استعمالولو په اړه د نړيوال معیار اېس او پیز او ګائیډ لائینز جوړ كړي، دا ګائیډ لائینز او اېس او پیز به ټول اړوندو ادارو او چارواكو ته رسولې شوي ۔ اد ٓئی اېس پی آر د اړخه جوړ كړي دې دستاویزی فلم مقصد ډاكټرانو ، پیرامیډیكس او نوره عملهد پی پی ایز استعمال څخه خبرول دي، دا دستاویزی فلم ب?? نه يواځې ډاكټرانو ل?? د هغوي د حفاظت لپاره مرستياله وګرځي بلكه د پی پی ای د غیر ضروری استعمال مخ نيوي سبب هم وګرځي۔ په دې موقع خپل خطاب كښې وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل حكومت په لږ وخت كښې محرومو طبقو ل?? د احساس ایمرجنسی كیش پروګرام د لارې مالی امداد په درشل وركولو كښې بريالې شوے۔ ده ووئيل صنعتونو ل?? د ریلیف سره كوچنو او د مينځنۍ درجې كاروباری ادارو ل?? د یوټیلټی بلز ادائیګیو په لړ كښې هم ریلیف وركړے شوے۔ وفاقی وزیر اسد عمر ووئيل احساس ایمرجنسی كیش پروګرام د لارې تر اوسه 8 ملیونه څخه زياتو مستحقینو ل?? 100 اربه روپۍ وركړې شوي۔ ده ووئيل د صنعت او پیداوار وزير حماد اظهر درې نيم لاكهه كوچنو او مينځنۍ درجې كاروباری ادارو (اېس اېم ای) له ګټه وركولو ل??اره د 50 اربه روپو منصوبه جوړه كړې دغسې كروندګرو ل??اره هم د 50 اربه روپو زرعی ریلیف پیكیج هم وركړر شوے او د صحت څانګې لپاره 50 اربه روپۍ بيلې كړې شوي۔ده ووئيل د پی پی ای استعمال تربیې لپاره يو خاص پروګرام د لارې يو لاكهه د صحت پیشه وره كسانو ل?? تربيه وركولې شي دغسې آئی سی یو كښې كار كوونكو 5 زره طبی عمله چې پكښې يو زر ډاكټران هم شامل دې تربيه وركولې شي