اسلام آباد ۔ 5 اګست (اے پی پی) سېنېټ كښې بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو ??ئي??ي دي نن پاكستان يو موټې كېدو سره نړيوالې ورورولۍ او نړۍ ته پېغام وركړے چې مونږ به د كشمير د آزادۍ منزل ضرور ترلاسه كوؤ۔ پاكستان د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو پورې كشميري اولس سره ولاړ دے۔ هند د ملګرو ملتونو د قراردادونو او نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي كړې ۔ كه د كشمير مسئله حل نه شوه نو د سيمې امن او سلامتيا به خطر سره مخ شي۔ د پاكستان نوې نقشه زمونږ د سياسي عزم عكاسي كوي۔ مودي په انتها پسنده ايجنډا عمل كوي۔ دا د پاكستان نه كركه كونكے ټولګے دے۔ په كشمير ټول سياسي او عسكري قيادت متفق دے۔ هند به د كشميريانو آواز غلے نه كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د شورؤ په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د يوم استحصال كشمير په بابله د خپلو خيالاتو څرګندونې په مهال وكړه۔ د اګست په 5 مه نېټه د سېنېټ غونډه په خاص توګه د يوم استحصال كشمير په حقله رابللې شوې وه۔ په تحريك د بحث پېل كولو سره ډاكټر بابر اعوان و??ئي?? نن مونږ د كشمير اولس او كاز سره د بشپړه يووالي څرګندونه كوؤ۔ نن مونږ د يو موټے كېدو يو پېغام وركول غواړؤ۔ مونږ د نړيواله ورورولي بېدارولو له دا پېغام وركوؤ۔ كشمير ته تلونكې ټولې لارې به د سري نګر لارې بللې شي ۔ مونږ د كشمير د آزادۍ منزل ترلاسه كوؤ۔ده و??ئي?? هند دا پېغام وركړے چې هغه د ملګرو ملتونو او نړيوالو ادارو قراردادونه نه مني ٬ مونږ د پاكستان نوې نقشه جاري كړې ۔د دې منظوري به پارلمان څخه اغستلې شي۔ كابينې د دې منظوري وركړې ده ۔د پاکستان پیپلز پارټۍ سېنېټر شېري رحمان و??ئي?? د نړۍ تر ټولو لويه قبضه د ه??د په مقبوضه كشمير ده ۔ د پاكستان لخوا نوې نقشه جاري كول سمه پرېكړه ده۔ ولې چې هند ه?? داسې كړي۔ دې و??ئي?? دا كال كشميريانو لپاره سخت كال پاتے شوے ولې چې لاك ډاؤن او كرفيو سره مخ وو۔دې ووئېل د ميديا غږ غلے كړے شوے۔ يوازې د كشمير نه بلكه د ه??د ه?? استحصال روان دے۔د بابري مسجد په كھنډراتو د رام مندر پرانسته كولې شي۔ آر اېس اېس او انتها پسند تنظیمونه د جومات په ځائې مندر جوړوي۔ د كومې مسئلې پوځي حل نه وي خو ولې د يوې دقيقيې له خاموشي كافي نه ده۔دې ووئېل د ه??د زندانونه د كشميريانو او مقبرې د شهيدانو نه ډكې دي۔ دې و??ئي?? مونږ له به د نړۍ سول سوسائټۍ مخې ته د كشمير مسئله اېښودل وي۔ سېنېټر مولانا عبد الغفور حېدري و??ئي?? نړۍ 70 كلونو نه د ه??د لخوا په كشميري اولس د روان ظلم او زياتي په خاموشۍ سره تماشا كوي۔ يوكال وړاندې مودي سركار د ه??دي آئين آرټیکل 370 منسوخ كولو د لارې د كشمير آئيني حېثيت ختم كړو او دا ئې په هند كښې ضم كړو۔ د مسلمانانو په ځائې هندوانو ته دغلته د استوګنې آساني وركولو له آئين كښې بدلون وكړے شو او د ملګرو ملتونو قراردادونو ٬ شمله لوظنامې ٬ اعلان لاهور د نړيوالو لوظنامو خلاف ورزي وكړې شوه۔ ده ووئېل د نړۍ په كوم ګټ كښې د ه??د په ضد غږ پورته نه شو۔ اوس د ه??د په ضد د خاموشه پاتې كېدو نه بلكې د څه كولو وخت دے۔ يوازې د پاكستان نقشه په بدلېدو به هېڅ ونشي۔ده ووئېل عملي ګامونه به پورته كول وي۔ وفاقي وزير اعظم سواتي و??ئي?? هند د انسانيت او د خپل آئين مخالفت كړے۔ د خپل سيكولر كېدو نعره ئې دروغ ثابته كړې۔ ده و??ئي?? كشمير به ضرور آزاديږي ۔ سېنېټر سراج الحق و??ئي?? په پنځم اګست د سېنېټ غونډه كېدل خوشيبنه ده٬ كشمير مونږ لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده، پاکستان د کشمیر نه غېر نامكمل دے٬ كه ملګرو ملتونو دا كشاله هواره نه كړه نو يو وخت هم اتومي جنګ جوړېدې شي كوم چې به منطقې لپاره د تباهي وي، ده و??ئي?? كشميريان چې څنګه هلې ځلې كوي د نړۍ په تاريخ كښې ئې مثال نه موندلے كېږي۔ ده تجويز وركړٶ چې د پاكستان فضائي حدود دې په هند بند كړے شي٬ د كشمير قيادت سره دې مشاورت وكړے شي٬ پارلمان كښې دې لپاره چوكۍ بېلې كړې شي٬ پارلماني پلاوي دې ګردې نړۍ ته ولېږلې شي۔ده ووئېل كشمير لپاره عملي هلو ځلو ته اړتيا ده ۔ سېنېټر فاروق اېچ نائیك و??ئي?? هند د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل ته خپله دا مسئله وړاندې كړې ٬ د استصواب رائے خبره شوې ، هند د نړيوالو لوظنامو او قوانين خلاف ورزي كوي، ده و??ئي?? ملګرو ملتونو له دا باور وركول پكار دي چې په مقبوضه سيمه كښې د بشري حقونو د خلاف ورزو نوټس واخلي۔ ده غوښتنه وكړه چې كشميريانو مشرانو له دې نړۍ سره د رابطې آزادي وركرې شي، ټول بنديوانان دې خوشې كړے شي۔ سېنېټر محمد علی سېف و??ئي?? هند خپل آئين كښئ كشمير خپله برخه ډكليئر كړې ، مونږ له د كرښو راښكلو په ځائ به مخ په وړاندې تلل وي۔ ده تجويز وركړو چې مونږ له د غبرګون لائحې په ځائ رسپانسیو حکمت عملی اختیارول پكار ده، پارلمانی ډپلو مېسي دې پكار راوستلې شي، د پاکستان نوې نقشه زمونږ د سياسي عزائمو عكاسي كوي، اوس به زمونږ موقف په ښه ډول رامخې ته كېدو له مرسته ترلاسه شي ، ده و??ئي?? نن مونږ د دې عزم پخلے كوو چې مونږ له د كشمير مسئلې لپاره هلې ځلې كول دي٬ دا زمونږ د حكومت يا د پوځ نه بلكې د ټولو كار دے۔ سېنېټر کېشو بائي و??ئي?? مونږ كشميريانو سره ولاړ يو٬ د پاكستان هندو كميونټي د مودي په ضد ده٬ د پاکستان اقليتونه د ه??د په ضد او كشميريانو سره ولاړ دي، د ه??د حقيقي څېره نړۍ ته په ډاګه شوې ۔ مودي چې څه كوي يو مذهب د ھغې اجازه نه وركوي، د ګردې نړۍ هندوان د مودي په ضد دي۔ سېنېټر مشاهد حسین سید و??ئي?? پاكستان كښې اقليتونو سره تعلق لرونكي يو برابر وګړي دي، د قائد اعظم فرمان ٶ چې كشمير د پاكستان د شاه رګ دے٬ د كشمير “كے” د پاكستان په نوم كښې شامله ده۔ ده و??ئي?? هند كښ اوس ??وې فالټ لائنز راغلے ٬ چين هم فعاله دے٬ هند سره د كشمير هېڅ الحاق نه ؤ شوے ٬ د دې هېڅ وجود نشته٬ كشمير ته د ه??دي پوځ راتګ نه پس ناسم دستاوېزات جوړ شوي۔ده ووئېل د نهرو او مائونټ بیټن په وېن?? دا هر څه شوېي هندي ادعاګانې هېڅ حقيقت نه لري، څلور لكه هندي وګړو ته ډومېسائل وركړے شوي ٬ د آر اېس اېس كوم چې غنده ګرد تنظيم دے او مودې ئې غړے دے د ھغې خلق ٬ بېورو كرېټس او عسكر په مقبوضه كشمير كښې مېشته كېږي۔ ده و??ئي?? د مودي په اړه هېڅ غلط فهمي پكار نه ده ٬ د ھغه ناوړه څېره بې نقابه شوې د٬ دا پاكستان څخه كركه كوٶنكې ټولګے دے٬ ده د كشمير اېكشن پلان كاپي د سېنېټ چيئرمېن ته وړاندې كړه او وې ??ئي?? د پاكستان حالات ساز ګار دي، هند تنها كېږي۔ ده و??ئي?? د كشمير په مسئله مونږ يو موټې يو، کشمیر به پاكستان جوړېږي۔ سېنېټر رضا ربانې و??ئي?? قامي پرېكړې په قامي اتفاق رائے سره پكار دي، پارلمان كښې پرې بحث پكار دے ٬ يوازې په كابينه كښې پرېكړې بايد ونه كړې شي، ده ووئېل وزیراعظم ايوان ته به راتګ بايد د نوې نقشې اعلان كړے ؤ، په کشمیر قامی بیانیه جوړه شوې، پیپلز پارټۍ هند كښې د رام درمسال جوړېدو غندنه كوي۔ ده و??ئي?? پاكستان له په احتجاجي توګه د او آئي سي غړيتوب په عارضي توګه پرېښودل پكار دې۔ سېنېټر عثمان کاکړ و??ئي?? پرېكړې دې پارلمان كښې وكړې شي٬ بايد د پارلمان نه بهر پرېكړې ونه كړې شي۔سېنېټر ستارہ ایاز و??ئي?? د اسلامي نړۍ ضمير اوده شوے ٬ اسلامي هېوادونه په كشمير كښې په ظلمونو غږ نه پورته كوي، مونږ هر اسلامي هېواد لپاره غږ پورته كوٶ٬ آيا صوفيه نه په جومات جوړولو تنيقد كوٶنكي نن هند كښې د جومات په ځائ د درمسال په جوړېدوغلي او غېب شوي، کشمیر د پاکستان برخه دے ۔ سېنېټر جاوېد عباسي و??ئي?? كشمير كښې اولس لاك ډاٶن او كرفيو سره مخ دے٬ سيد علي ګېلاني چې كومه چېټۍ ليكلې ھغه ډېره مهمه ده، ملګري ملتونه د خپلو قراردادونو عملي كولو او د بشري حقونو د خلاف ورزيو لاره نيولو كښې پاتې راغلي ، اسلامي نړۍ څخه هېڅ توقع نه شي كېدے، مونږ نه وائيو چې جنګ پېل كړۍ خو د محمدۖ مثال او اسوة زمونږ په وړاندې ده چې 313 صحابه كرامو سره د جنګ مېدان ته وتلے ٬ په كشمير ټول سياسي او عسكري قيادت يو موټې دے، په هند به يوازې په احتجاج فرق نه پرېوځي۔ د بلوچستان نېشنل پارتۍ سېنېټر میر کبیر محمد احمد شاهی و??ئي?? مونږ د كشميريانو د ه??و ځلو بشپړه ملاتړ كوٶ٬ يوازې په لاريون او احتجاج د كشمير مسئله به حل نه شي ٬ مونږ له به په خپله حكمت عملۍ بيا د سره غور كول وي او كوټلې ګامونه به پورته كول وي