اسلام آباد 26 اکتوبر (اے پي پي) سېنېټ كښې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو سره تعلق لرونكو غړو په فرانس كښې د ګستاخانه بريدونو په سختو ټكو غندنه كولو سره وئيلي دي په فرانس كښې پرله پسې دا پېښې د يو سازش له مخې كېږيں، فرانس سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي٬ ?? فرانس سفير دې وشړلے شي او د فرانس د مصنوعاتو دې بائيكاټ وكړے شي۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې فرانس كښې د ګستاخانه بريدونو په اړه د قرارداد منظورېدو نه پس خپلو خبرو كښې سېنېټر مشتاق احمد خان ووئيل ما په دې لړ قرارداد وړاندې كړے ٶ، د فرانس صدر چې كوم حركت كړے ھغې سره د يو ارب 70 كروړه م??لم??نانو جذبات مجروح شوي، زه په دې ايوان كښې د تركيه د صدر خبرې سره اتفاق كوم چې د فرانس صدر مازغه خراب دي، م??لم??ن خپل پيغمبرۖ سره د هر څيز نه زياته مينه لري٬ ?? فرانس صدر او دغسې چې څومره خلق حركتونه كوي د نړۍ يو قانون د دې اجازه نه وركوي، د پاكستان حكومت دې په دې معامله د او آئي سي غونډه راوبلي او ټولې سفارتي ذر??عې دې وكارولې شي،دا خبره به د تهذيبونو ټكراٶ پلو لاړه شي٬ ?? دغسې ډول حركتونه كوٶنكو ترهګرو لاره نيولو لپاره به كوټلې اقدامات كول وي٬سنيټر طاهر بزنجو ووئيل فرانس په يوه زمانه كښې د خپلې روشن خيالۍ په سبب پېژندلې كېدو ٬ مونږ اروپاﺀ ته هم وائيو چې د دې نوټس واخلي٬ نړۍ له د نيوزي لېنډ وزيراعظمې په خاپونو تګ او خپل كردار لوبول پكار دي ۔سنيټر سراج الحق ووئيل دا قرارداد زمونږ د ټولو د جذباتو ترجماني كوي٬ وزيراعظم دې عملي اقدام ك??لو سره د فرانس سفير د پاكستان نه د شړلو اعلان وكړي او د او آئي سي غونډه دې راوبللي، د فرانس د مصنوعاتو دې بائيكاټ وكړے شي، م??لم??نان دې د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ وكړي۔سنيټر مولانا فېض محمد ووئيل اسلام د مينې نوم دے ٬ د ترهګرۍ تعليم نه وركوي٬ قصداً م??لم??نان راپارول او د جنګ ماحول جوړولو لپاره دا ډول ګستاخۍ شائع كېږي۔ سنيټر اعظم سواتي ووئيل وزيراعظم عمران خان د اسلامو فوبيا په ضد په بشپړه توګه غږ پورته كړے ٬ بايد سعودي عرب راوړاندې شي او د اسلامي نړۍ ترجماني وكړي۔سنيټر جاوېد عباسي ووئيل د ګستاخانه طرز عمل ارتکاب كونكے څوك عام كس نه دے بلكې د فرانس صدر دے ٬ يوازې غندنه كافي نه ده٬ اسلامي هېوادونو له به په ګډه عملي اقدامات كولو سره د ګستاخي ځواب وركول وي۔ سنيټر مولانا عطا الرحمن ووئيل فرانس سره دې سفارتي اړيكې ختمې كړې شي٬ ??ر معافۍ غوښتلو دې د پاکستان سفير فرانس څخه بېرته ولېږلے شي او د فرانس سفير دې د هېواد نه وشړلے شي۔ سنيټر مشاهد الله خان ووئيل نه يوازې مونږ له بلكې ټولې اسلامي نړۍ له د فرانسيسي مصنوعاتو بائيکاټ كول پكار دي او مسيحي مشرانو سره هم خبره پكار ده چې ھغوي خپل كردار ولوبوي٬ ??كومت له به غېر روايتي طريقه خپلول وي ٬ سنيټر فېصل جاوېد ووئيل بايد مونږ د ګستاخانه خاكو په ضد غږ پورته كړو٬ د نړۍ په تاريخ كښې په لومړي ځل يو وزيراعظم د اسلامو فوبيا په ضد غږ پورته كړے، د فرانس صدر قصداً د م??لم??نانو راپارولو لار خپله كړې ، وزيراعظم واضح پېغام وركړے چې د فېس بك انتظاميې ته دې هم چيټۍ وليكلې شي٬ ټولو پارلماني غړو له د وزيراعظم ملګرتيا كولو سره نړۍ ته واضح پېغام وركول پكار دي۔ سنيټر کلثوم پروين ووئيل د نبي کريمۖ حرمت او ناموس م??لم??نانو لپاره د هر څه نه زيات مهم دے٬ د نبي کريمۖ حرمت لپاره غږ نه پورته كوٶنكي د م??لم??ن بللو حق نه لري۔ دغسې سنيټر ستاره اياز او سنيټر سکندر مهيندھرو هم د ګستاخانه پېښو غندنه وكړه