اسلام آباد 17 نومبر (اے پي پي) وزیر??عظ?? عمران خان د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د درغلې تورونه مسترد كولو سره وئيلي دي په سياسي ګوندونو كښئ د ماتي من??و جذبه پكار ده، په پاکستان تحریك انصاف باور كولو د ګلګت بلتستان د اولس مننه كوٶ٬ وفاقي حكومت به د دې سيمې د اولس محرومي لرې كولو لپاره ګلګت بلتستان ته د صوبې درجه وركولو لوظ ترسره كوي، انتخابي عمل سپېځلے او منصفانه جوړولو لپار?? به ټولټاكنو كښې الېكټرانك ووټنګ نظام معرفي كولے شي، د سېنېټ انتخاباتو كښې به د خفيه بېلټ په ځائ د شو آف هېنډ د لارې ووټ كاسټ كولو لپاره پارلمان ته د بدلون بل وړاندې كوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د انتخابي اصلاحات كمېټۍ غونډې نه پس خبريالانو سره په خبرو ??ښې كړې۔ وزیر??عظ?? ووئيل د سېنېټ ټاكنو په اړه د بل وړاندې كولو مقصد د سېنېټ په راتلونكو ټاكنو كښې د ووټ خرڅولو او اخستو مخ نيوے كول دي۔ ده ووئيل آئيني بدلون لپار?? به په دريو كښې د دوه اكثريت پكار وي٬ د دې ن?? به معلومه شي چې كوم سياسي ګوند د دې عمل ملاتړ كوي او د بدعنوانۍ د مخنيوي مخالفت كوي۔ وزیر??عظ?? ووئيل دا د موجوده حكومت يو مهم اقدام دے، تحريك انصاف په كال 2018 كښې د ووټ په خرڅولو د صوبائي اسمبلۍ خپل 12 غړي د ګوند ن?? بهر كړي وو٬ د الېكټرانك ووټنګ پحقله ده ووئيل د نادرا لخوا وركړو شمېرو ??ه بنياد نظام وضع كولو لپاره الېكشن كمېشن سره مشاورت روان دے ۔ ده ووئيل سپېځلتيا باوري كولو سره سره د کمپیوټرائزډ نظام څخ?? به بهر هېوادونو كښې مېشته 90 لكه پاكستانيان په آسانۍ آن لائن ووټ كاسټ كولې شي۔ وزیر??عظ?? په الېكشن كښې په تحريك انصاف د باور په څرګندونه د ګلګت بلتستان اولس مننه وكړه او وئ وئيل د سخت موسمي صورتحال باوجود لرو ??رتو سيمو كښې د ووټ كاسټ كولو زياته شرح د ستائنې وړ ده ۔ وزیر??عظ?? عمران خان ووئيل وفاقي حكومت به د دې سيمې د اولس محرومي لرې كولو لپاره ګلګت بلتستان ته د صوبې درجه وركولو لوظ ترسره كوي، د ګلګت بلتستان پرمختګ لپار?? به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي، د ګلګت بلتستان اولس به د صوبې جوړولو په اړه د پورته كړو ګامونو نه خبر ساتلے شي۔ وزیر??عظ?? عمران خان د ګلګت بلتستان په ټاكنو كښې د مخالفې ډلې ګوند لخوا د درغلې تورونه رد كولو سره ووئيل په سياسي ګوندونو كښې د ماتي قبلو??و جذبه پكار ده ۔ ده ووئيل تحريك انصاف د كال 2013 د ټاكنو نه پس د څلورو حلقو د پرانستلو چې كومه مطالبه كړې وه د هغې په شا هم دا مقصد ٶ چې په سباٶن كښې سپېځلې او منصفانه ټكنو لپاره نظام وضع كړے شي۔ وزیر??عظ?? ووئيل د كركټ د كپتانۍ په مهال هم ما تل په مېچونو كښې د غېر جانبداره اېمپائر مطالبه كړې وه ۔ وزیر??عظ?? ووئيل په انتخابي اصلاحات عملدرآمد سر?? به په سياسي ګوندونو كښې په اتنخابي عمل باور او د نتيجو منلو روايت رامخې ته شي۔۔(GUL/ZIA/2148