اسلام ??باد 01 دسمبر(اے پي پي) صدر ډاكټر عارف علوي د چين دفاع وزير وي فنګ هي له نشان امتياز ملټري وركړے. معزز مېلم?? ته د نهې پ?? ورځ په ايوان صدر كښې د يوې دستورې پ?? مهال دا اعزا?? وركړے شو. په دستوره كښې دفاع وزير پروېز خټك، د وزيراعظم د قومي سلامتيا خاص مرستيال معيد يوسف، د جائنټ چيفس آف سټاف كمېټې چيئرمېن جنرل نديم رضا او د درې واړو وسله والو ځواكونو د مشرانو پشمول اعلٰي چارواكو ګډون وكړو. معزز مېلم?? ته د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اړيكو او په خاص توګه د دفاع په څانګه كښې د مرستې ودې لپاره په مهم كردار ترسره كولو دا اعزا?? وركړے شو. د چين دفاع وزير د دې څخه وړاندې پ?? مهمو دفاعي چوكو پاتې شوے، هغه د پاكستان مخلص او نزدې ملګرے دے. ده د پاكستان او چين د وسله والو ځواكونو ترمېنځه د دفاعي اړيكو په مستحكم كولو كښې مهم كردارترسره كړے.