اسلام آباد 25 دسمبر (اے پي پي) د بابائے قوم قائداعظم محمد علي جناح ?? ولادت ورځ په ملي جوش و جذبه ولمانځل شوه. په دې مناسبت په ايوان صدر كښې د خاص دستورې نه علاوه په سركاري او نجي كچه ډېرې دستورې وشوې. سول او عسكري مشرتابه خاص پېغامات جاري كړل، په دې موقع د سوئيلي اسيا د عظيم لارښود او د ه??ه د ملګرو پاك??تا?? لپاره هڅو او قربانيو ته د عقيدت پېروزينه وړاندې كړې شوې او د دوي په قدم تللو سره هېواد د پرمختګ په لار روانو لپاره د عزم پخلې وكړے شو. د پاك??تا?? باني د ولادت په 144مه ورځ سهار د هېواد او قوم پرمختګ، سلامتيا او خوشحالې لپا??ه خاص دعاګانې وكړې شوې. په كراچې كښې د قائد په مزار د ګارډ د بدلون دستوره وشوه چې پكښې د ملټري اكېډمې كاكول چټك ډلې د ګارډ كمان سنبال كړو. په دې موقع د پاك??تا?? ملټري اكېډمې كمانډنټ مېجر جنرل عمر احمد بخاري خاص مېلمه و. ده په مزار د ګلونو څادر خپور كړو ، فاتحه خواني ئې وكړه او د مېلمنو په كتاب كښې ئې خپل تاثرات وليكل. د ملټري اكېډمې ډلې مارچ پاسټ وكړو او بابائے قوم ته ئې سلامي وكړه. قائداعظم محمد علي جناح ?? دسمبر په 25مه نېټه كال 1876م كښې په كراچې كښې زېږېدلې و. د بابائے قوم د ولادت په ورځ په هېواد كښې عامه رخصتي وه. په سركاري او نجي كچه خاص دستورې وشوې چې پكښې د قائداعظم محمد علي جناح ??فكار په ډاګه كړے شول.